د پاکستان په مالي منظرنامې کې اپرېل ۲۰۲۶ یو غیرمعمولي میاشت ثابته شوه، چې د اسټیټ بانک په بیلنس شیټ کې یې مهم بدلونونه راوستل
د اماراتو ډیپازټ بېرته اخیستل
متحده عربي اماراتو د ۳.۴۵ اربه ډالرو کلن ډیپازټ، چې اوه کاله یې دوام کړی و، په بشپړه توګه بېرته واخیست
بلخوا سعودي عرب نه یوازې ۳ اربه ډالره نوی ډیپازټ ورکړ، بلکې خپل ۵ اربه ډالره موجوده زېرمې یې تر ۲۰۲۸ پورې وغځولې
مالي معاملات که سیاسي پیغامونه؟
ظاهراً دا یوازې مالي معاملات وو، خو په اصل کې د دوو خلیجي قوتونو د یوه هېواد د پالیسۍ پر وړاندې دوه بېلابېل سیاسي پیغامونه وو
د خلیجي ډیپازټونو د رول بدلون
پخوا دا ډول مرستې د ادائیګو د توازن لپاره ګڼل کېدې، خو اوس په تدریجي ډول د سیاسي اشارو وسیله ګرځي
د اماراتو پرېکړه د سیمهییزو امنیتي اندېښنو او ځینو سفارتي تحرکاتو په رڼا کې د ډیپازټ د محدودولو او بېرته اخیستلو لامل شوه
د سعودي عرب برعکس دریځ
سعودي عرب د پاکستان د ستراتیژیک او دفاعي همکارۍ له مخې د مالي ملاتړ زیاتولو او غځولو پرېکړه وکړه
اوس خلیجي ډیپازټونه یوازې مالي وسیله نه، بلکې د هېوادونو د بهرني سیاست د څرګندولو “سیاسي ریفرنډم” ګرځېدلي دي.
د سیمهییزو هېوادونو لپاره نوې تګلاره
که دا رجحان دوام وکړي، مصر، اردن، لبنان او نور هېوادونه به هم د ورته مالي-سیاسي فشارونو سره مخ شي
پایله:
پاکستان له یوې خوا له مالي فشار سره مخ شو، خو له بلې خوا یې د خپلې ډیپلوماټیکې تګلارې غیرمستقیم ملاتړ هم ترلاسه کړ اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د پیسو تر شا سیاست څه وایي