پاکستان د سي بي ایس نیوز د راپور په اړه خپل سخت غبرګون څرګند کړی او هغه یې په کلکه رد کړی دی، کوم چې د ایران د الوتکو د شتون په اړه خپور شوی و.
د بهرنیو چارو وزارت دریځ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا راپور ګمراه کوونکی او سنسنی خیز دی. د وزارت په وینا، یادې الوتکې د سفارتي خبرو اترو لپاره د لوژستیکي ملاتړ برخه وې، نه د کوم پوځي هدف لپاره

پاکستان دا هم وایي چې په نړیوالو رسنیو کې د کارپوریټ بدلونونو او د ځینو ځانګړو سیاسي یا لابي ډلو د اغېزو له امله داسې راپورونه خپریږي چې د دوی په وینا حقیقت تحریفوي.
د راپور په اړه ادعاوې
سي بي ایس نیوز په خپل راپور کې ادعا کړې وه چې پاکستان د نور خان هوايي اډې کې ایراني الوتکو ته د امریکایي بریدونو څخه د خوندیتوب زمینه برابره کړې ده. خو پاکستان دا ادعا په کلکه رد کړې ده پاکستاني چارواکي وایي چې دا الوتکې یوازې د سفارتي او لوژستیکي موخو لپاره موجودې وې

د دفترِ خارجه تشریح
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا ټول اقدامات د سیمهییزو سفارتي خبرو اترو برخه وه. د وزارت په وینا، پاکستان د یو بېطرفه منځګړي په توګه د دواړو خواوو (امریکا او ایران) لپاره مساوي سهولتونه برابر کړي وو
د پاکستان په وینا، په دغه موده کې د دواړو هېوادونو سفارتي او تخنیکي ډلې په اسلامآباد کې موجودې وې او دا یو عادي سفارتي بهیر و
پاکستاني دریځ کې دا هم ویل شوي چې ځینې نړیوالې رسنۍ د کارپوریټ او سیاسي اغېزو له امله داسې روایتونه خپروي چې د پاکستان د منځګړیتوب رول تر پوښتنې لاندې راولي. دا ادعاوې د پاکستان له خوا د نظر په توګه وړاندې شوې دي
Many in Trump’s orbit want Pakistani mediators to be far more direct in their communications with the Iranians. Some Trump officials have long questioned whether the Pakistanis are aggressively conveying Trump’s displeasure with the state of talks, as Trump has done publicly.…
— Alayna Treene (@alaynatreene) May 12, 2026
د پاکستان رسمي موقف
پاکستان وایي چې د دې ډول راپورونو هدف د سیمهییزو سولې هڅو ته زیان رسول دي. د پاکستان په وینا، هېواد د یو بېطرفه منځګړي په توګه د خبرو اترو له لارې د شخړو حل ته ژمن دی
پاکستان ټینګار کړی چې هېڅ بهرني فشار یا تبلیغاتي کمپاین به یې د سولې او ډیپلوماتیکو هڅو څخه منحرف نه کړي، او هېواد به د ټولو مسایلو د سولهییز حل لپاره خپل رول ته دوام ورکړي