د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمولو او په سیمه کې د ثبات لپاره د پاکستان په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې اترې روانې دي. د ایراني چارواکو په وینا، د دې خبرو اساسي هدف د دواړو لورو ترمنځ موجود سخت تاوتریخوالی کمول او په سیمه کې د دوامدار سولې لارې موندل دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دواړه هېوادونه مستقیمې خبرې نه کوي، بلکې پاکستان د یوه مهم منځګړي چینل په توګه رول لوبوي. د ایران له لوري وړاندې شوې وروستۍ وړاندیز ته د دواړو اړخونو نظرونه او ځوابونه تبادله شوي، چې دا د ډیپلوماټیک بهیر د پرمختګ نښه ګڼل کېږي
دغه وزارت همدارنګه روښانه کړې چې که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي او ستراتیژیک اختلافات لا هم موجود دي، خو د اړیکو دا لړۍ نه ده پرې شوې. د تهران له لوري وړاندې شویو وړاندیزونو ته د امریکا ځواب ترلاسه شوی او اوس په تهران کې په لوړ کچ پرې غور روان دی