د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا تارړ ویلي چې له بهر څخه د پاکستان پر ضد د دروغو او بدنيتي پر بنسټ یوه منظم معلوماتي کمپاین روان دی، چې هدف یې د هېواد د سولې هڅې او سیمهییز مثبت رول بدنامول دي. هغه دا کمپاین د هغو عناصرو کار وباله چې په سیمه کې د ثبات او د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د بریالۍ مبارزې له منلو انکار کوي او له همدې امله د پروپاګنډا او ناسمو معلوماتو خپرولو ته مخه کوي
For the past few days, a coordinated negative information campaign is being being observed , initiated from outside Pakistan, with malicious intent. The objective of this is to create deliberate confusion and misinformation, quoting unnamed sources and officials. This…
— Attaullah Tarar (@TararAttaullah) May 14, 2026
هغه زیاته کړه چې پاکستاني رسنیو او د فېکټچیک پلیټفارمونو مخکې له مخکې دا منفي پروپاګنډا افشا کړې ده او د هېواد دریځ یې په سمه توګه روښانه کړی دی
په ټولنیزو رسنیو کې هم د هندي اینکر ارنب ګوسوامي د غیر مسلکي چلند او د ریټنګ لپاره د جنجالي موضوعاتو د کارولو پر ضد سخت غبرګونونه لیدل شوي دي. کاروونکي وايي چې هغه د خپرونو د لیدونکو زیاتولو لپاره کله ناکله اخلاقي حدونه هم تر پښو لاندې کوي
As an Indian, ‘Thank u’ to the Pakistani guest for this Slipper shot to barking Arnab 😂😂😂 pic.twitter.com/2Irns4uzmW
— Avishek Goyal (@AG_knocks) May 13, 2026
په دې بحثونو کې د ځینو شنونکو هغه پخواني ادعاوې هم بیا مطرح شوي چې ګواکې نوموړی اینکر د خپلو پروګرامونو د ریټنګ لوړولو لپاره جنجالي مېلمانه را بولي او بحثونه ترې د سوداګریز هدف لپاره کاروي