د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار وویل چې د پاکستان او چین ترمنځ اوږدمهاله دوستي د وخت په تېرېدو سره په قوي اقتصادي او ستراتیژیک شراکت بدله شوې ده، چې د سیمې سولې، نړیوال ثبات او د پرمختیايي هېوادونو د ګټو د ساتنې لپاره ډېره اړینه ده
هغه دا خبرې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د سفارتي اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د ملي اسمبلۍ ځانګړې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې
په دې تاریخي موقع ملي اسمبلۍ د پاکستان او چین د نه ختمېدونکې دوستۍ په اعتراف کې متفقه قرارداد هم منظور کړ
د سیمې د سولې لپاره ډیپلوماټیک رول
د لومړي وزیر مرستیال د خپلې وینا پر مهال د سیمې وضعیت او د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې هغه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي په ځانګړې بلنه د مارچ په ۳۱ نېټه بیجینګ ته مهم سفر کړی و
هلته له مفصلو مشورو وروسته د سیمې د پایدارې سولې لپاره پنځه نکاتي پلان وړاندې شو چې نړیواله کچه د لسګونو هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی
هغه وویل چې پاکستان د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو پر مهال هم ډېر مثبت او متوازن رول ادا کړی او د لوی بحران د مخنیوي لپاره یې ډیپلوماټیک تماسونه روان ساتلي دي
د سي پیک دوهم پړاو او اقتصادي پرمختګ
محمد اسحاق ډار د چین پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د بیلټ اینډ روډ مهمه پروژه وبلله او ویې ویل چې دې د پاکستان د اقتصاد په بیا رغونه کې مهم رول لوبولی دی
هغه د تاریخ یادونه وکړه او ویې ویل چې د سي پیک تصور د ۲۰۱۳ عمومي ټاکنو وروسته هغه وخت مخې ته راغی کله چې د میا نواز شریف په مشرۍ هغه خپله او اوسنۍ لومړی وزیر شهباز شریف چین ته سفر وکړ او د انرژۍ د بحران د حل لپاره یې د چین له مشرتابه مرسته وغوښته
هغه زیاته کړه چې چین د پاکستان بې ساری مرسته وکړه
هغه ژمنه وکړه چې د سي پیک په دوهم پړاو کې به په صنعتي پرمختګ، کرنه، معلوماتي ټکنالوژۍ او ټولنیز-اقتصادي برخو ځانګړی تمرکز وشي تر څو ګټې مستقیم خلکو ته ورسېږي
د ملي اسمبلۍ تاریخي قرارداد
ملي اسمبلۍ د پاکستان او چین د اړیکو د ۷۵ کلونو په بشپړېدو متفقه او تاریخي قرارداد منظور کړ چې پکې د دواړو هېوادونو د “هر موسم ستراتیژیک همکاریز شراکت” ته بشپړ ژمنتیا بیا تکرار شوه
په قرارداد کې د چین حکومت او خلکو ته مبارکي ویل شوې او د سي پیک د پروژو د وخت په مطابق بشپړولو لپاره د قانون جوړونې بشپړ ملاتړ اعلان شوی
اسمبلۍ د چین د ملي ولسي کانګرس د قائمې کمیټې د مرستیال مشر ښاغلي کای دافنګ او د هغه د پلاوي د پارلمان د لیدنې هرکلی وکړ او پارلماني ډیپلوماسي یې د دوه اړخیزو اړیکو مهم ستن وباله
د وینا په پای کې د لومړي وزیر مرستیال وویل چې د لومړي وزیر شهباز شریف په راتلونکي چین سفر کې به د دې تاریخي کلیزې رسمي مراسم هم ترسره شي