تازه خبرونه

د عملیاتو غضب للحق”: ۴۸۱ طالبان وژل شوي، ۱۹۸ ټانکونه او موټرونه تباه شوي

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي
دا عملیات یوازې د پوځی اقدام په توګه نه دي، بلکې هغو ټولو ځواکونو ته یو واضح او ځواکمن پیغام دی چې ترهګرو ته یې مرستې کولې

دا عملیات یوازې د پوځی اقدام په توګه نه دي، بلکې هغو ټولو ځواکونو ته یو واضح او ځواکمن پیغام دی چې ترهګرو ته یې مرستې کولې

د سرحد پار له خوا د روانو تحریکونو او وروستیو کړکېچونو په ځواب کې پیل شوي عملیات “غضب للحق” اوس خپل خورا پرېکړه کوونکي او شدید پړاو ته داخل شوي دي. تر ۴ مارچ د ماښام ۱۶:۰۰ بجو پورې ترلاسه شوې معتبرې معلومات ښيي چې دې عملیاتو د افغان طالبانو عسکري ځواک ته داسې زیان اړولی چې د اوږدې مودې لپاره یې جبران ناممکن ښکاري

جاني زیانونه

تر اوسه د مستقیمو نښتو او هدفمندو عملیاتو په پایله کې ۴۸۱ افغان طالبان وژل شوي او ۶۹۶ نور سخت ټپیان شوي دي. دا شمېر څرګندوي چې پاکستاني ځواکونه د هغوی پر هغو ځایونو دقیق او مؤثر بریدونه کړي دي چې د شرپسندۍ د پلان کولو لپاره کارول کېدل

د چیک پوستو تباهي

د عملیاتو ستراتیژي کې د دښمن د ځمکني نفوذ له منځه وړل لومړیتوب و. تر اوسه ۲۲۶ چیک پوستې بشپړ له منځه تللي او ۳۵ ستراتیژیک پوستو باندې بشپړ کنټرول ترلاسه شوی دی. د پوستو له لاسه ورکول د طالبانو کمانډ او کنټرول سیسټم ته جدي زیان رسولی او دوی اوس له دفاعي موقعیت څخه شا ته تللو ته اړ شوي دي.

د عسکري وسایلو تباهي

دغه عملیات د طالبانو هغه باور هم له منځه یوړ چې دوی یې د عصري وسلې او بکتر بندو موټرو پر بنسټ ساتلی و. تازه معلومات ښيي چې ۱۹۸ ټانکونه، بکتر بند موټرونه او توپونه ویجاړ شوي دي، چې د مخالف ځواک د اور ځواک شدید کمښت څرګندوي.

فضایي بریدونه

د دې جګړې په جریان کې پاک فضایي ځواک ۵۶ حساس اهدافو باندې مؤثره فضایي عملیات ترسره کړي دي. په دې بریدونو کې نه یوازې د وسلې زیرمې هدف شوې، بلکې هغه پټ ځایونه هم ویجاړ شول چې تر دې دمه خوندي ګڼل کېدل

پایله

عملي جانی زیانونه او د وسلو تباهي طالبانو ته واضح کړې چې هر ډول مہم جوئي پایلې خونړۍ لري. د ۴۸۱ وژل شویو کسانو او تباه شویو وسلو شمېر د ملي امنیت په ساتنه کې د پاکستان د بې رحم غبرګون ثبوت دی. متخصصین باور لري چې که وضعیت همداسې پاتې شي، راتلونکي ساعتونه به د مخالف بشپړه ماتې یقیني کړي.

پیغام

دا عملیات یوازې د پوځی اقدام په توګه نه دي، بلکې هغو ټولو ځواکونو ته یو واضح او ځواکمن پیغام دی چې ترهګرو ته یې مرستې کولې. د طالبانو په خوندیتوب پټ ځایونه هدف نیول د دې څرګندونه کوي چې اوس د ترهګرو او د هغوی ملاتړو لپاره هیڅ رعایت پاتې نه دی. پاکستاني حکومت واضح کړی چې د خپلو خلکو د ساتنې او خپلواکۍ لپاره به هره حد ته د تلو څخه ډډه ونه کړي

نور ولولئ: /https://htnpashto.com/22299/

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *