تازه خبرونه

نایجیریا کې ګډ عملیات؛ داعش مرستیال ابو بلال المنوکي ووژل شو

امریکايي او نایجیریايي ځواکونو ګډ عملیاتو کې د داعش دوهم لوړ پوړی قوماندان ابو بلال المنوکي ووژل شو، چې د نړیوالې ترهګرې ډلې هم غړی بلل کېده.
په نایجیریا کې د امریکايي او سیمه‌ییزو وسله‌والو ځواکونو په ګډ عملیاتو کې د داعش نړیوال دوهم مشر ابو بلال المنوکي وژل شوی دی. دا مهم عملیات د داعش نړیوالو فعالیتونو ته سخت زیان رسوي

په نایجیریا کې د امریکايي او سیمه‌ییزو وسله‌والو ځواکونو په ګډ عملیاتو کې د داعش نړیوال دوهم مشر ابو بلال المنوکي وژل شوی دی. دا مهم عملیات د داعش نړیوالو فعالیتونو ته سخت زیان رسوي

افریقی هېواد نایجیریا کې د امریکايي امنیتي ځواکونو او نایجیریايي وسله‌والو ځواکونو ګډ مهم عملیات ترسره شوي، چې پکې د نړیوالې ترهګرې ډلې داعش مرستیال مشر ابو بلال المنوکي وژل شوی دی. چارواکو دا عملیات ډېر پېچلی، منظم او تر ټولو بریالی ماموریت بللی دی

د رسمي سرچینو له مخې، دا عملیات د اوږدمهاله او منظم استخباراتي پلان له مخې په ګډه ترسره شوي دي. ابو بلال المنوکي چې د داعش یو له مهمو او خطرناکو نړیوالو مشرانو څخه ګڼل کېده، په افریقا کې یې د پټنځایونو څخه استفاده کوله. خو استخباراتي ادارو د هغه د حرکتونو او فعالیتونو په اړه دوامداره معلومات ترلاسه کړي وو، چې وروسته یې پر پټ ځای پرېکنده برید وشو

لوړپوړو چارواکو ویلي چې د ابو بلال المنوکي په وژل کېدو سره په افریقا کې هغه شبکه سخت زیانمنه شوې چې بې‌ګناه ملکي وګړي یې هدف ګرځول او د امریکايي اهدافو پر ضد یې بریدونه پلانول. د امنیتي شنونکو په وینا، د دې مهم قوماندان له منځه وړل د داعش نړیوالې کړنې او شبکې ته سخت ګوزار دی او د دوی تنظیمي وړتیاوې یې کمزورې کړې دي

یادونه کېږي چې وژل شوی قوماندان ابو بلال المنوکي نایجیریايي الاصله و او د نړۍ په تر ټولو مطلوبو ترهګرو کسانو په لېست کې شامل و. پر دې بریالي عملیاتو امریکايي دفاعي چارواکو د نایجیریا حکومت او وسله‌والو ځواکونو د همکارۍ او مسلکي همغږۍ مننه کړې ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *