تازه خبرونه

بهرنیو چارو دفتر د سی بي ایس راپور ګمراه کوونکی بللی

. په اعلامیه کې ویل شوي چې په نور خان هوايي اډه کې د الوتکو موجودیت د سفارتي کارکوونکو د لېږد لپاره و
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د ایراني الوتکو د پناه په اړه د امریکا د رسنیو ادعاوې رد کړې دي. د ویاند په وینا، د دغو الوتکو راتګ د سفارتي او لوژستیکي مرستو برخه وه

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د ایراني الوتکو د پناه په اړه د امریکا د رسنیو ادعاوې رد کړې دي. د ویاند په وینا، د دغو الوتکو راتګ د سفارتي او لوژستیکي مرستو برخه وه

پاکستان د امریکا د رسنیو ادارې هغه راپور په بشپړه توګه رد کړی چې پکې ادعا شوې وه پاکستان ایراني پوځي الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې پناه ورکړې ده. د بهرنیو چارو د دفتر ویاند په یوه رسمي بیان کې دا راپور «ګمراه کوونکی» او «سنسنی‌خېز» بللی او ویلي یې دي چې دا ډول اوازې د سیمه‌ییز ثبات او د سولې هڅو ته زیان رسوي

سفارتي بهیر

په بیان کې ویل شوي چې اسلام آباد د مذاکراتو او اوربند د بهیر پر مهال د امریکا او ایران دواړو هېوادونو الوتکې د سفارتي کارکوونکو، امنیتي ټیمونو او اداري کسانو د لېږد لپاره کارولې دي

د بهرنیو چارو دفتر وایي چې ځینې الوتکې او اړوند عمله د مذاکراتو د راتلونکو پړاوونو په تمه لنډمهاله په پاکستان کې پاتې شوې، چې دا یو عادي سفارتي کړنلاره ده. همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلام آباد د سفرونو لپاره هم همدغه لوژستیکي انتظامات کارول شوي

د پوځي پناه ادعا رد

ویاند په ټینګار سره ویلي چې د دې الوتکو شتون له هېڅ ډول پوځي ستراتیژۍ یا «پناه ورکولو» سره تړاو نه لري. دا الوتکې د اوربند په موده کې راغلې وې او نورې ټولې ادعاوې له حقیقت څخه لرې دي

د پاکستان دریځ

په پای کې دفترِ خارجه ویلي چې پاکستان له ټولو اړخونو سره په بشپړ شفافیت او دوامداره اړیکه کې دی او د سیمه‌ییز او نړیوال سولې، ثبات او امنیت لپاره خپلې هڅې روانې ساتي

ډونلډ ټرمپ د چین په لور سفر پر مهال د دوو ساعتونو لپاره په پاکستان کې د تم کېدو امکان دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *