تازه خبرونه

منځني ختیځ کړکېچ له امله د تیلو بیې درې سلنه لوړې شوې

د منځنی خلیج د کړکېچ او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د ځنډ له امله د نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې ۳ سلنه لوړې شوې دي، او د برېنټ خام تیل ۱۰۴ ډالر فی بیرل ته رسېدلي دي
په خلیج فارس کې د کړکېچ او د آبنائے هرمز د احتمالي بندېدو له وېرې سره د نړیوالو بازارونو کې د برینټ خام تیل او د امریکا خام تیل بیې لوړې شوې دي. ډالر نسبتاً قوي پاتې شوی، خو د سټاک بازار تر فشار لاندې دی

په خلیج فارس کې د کړکېچ او د آبنائے هرمز د احتمالي بندېدو له وېرې سره د نړیوالو بازارونو کې د برینټ خام تیل او د امریکا خام تیل بیې لوړې شوې دي. ډالر نسبتاً قوي پاتې شوی، خو د سټاک بازار تر فشار لاندې دی

په منځنی ختیځ او په ځانګړي ډول د خلیج فارس کې د تاو تریخوالي له زیاتېدو سره د نړۍ د تیلو په بازارونو کې بیې ناڅاپه لوړې شوې دي. د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو ځنډ او د آبنائے هرمز د لارو د ګډوډېدو اندېښنو له امله د تیلو بیې شاوخوا درې سلنه لوړې شوې دي

په نړیوال بازار کې د برینټ خام تیل ۱۰۴ ډالر فی بیرل ته رسېدلي او د امریکا خام تیل هم نږدې ۹۸ ډالرو ته لوړ شوي دي. شنونکي وایي چې د سولې د خبرو خرابېدو د انرژۍ بازار نور هم نا ارامه کړی دی

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د آبنائے هرمز لارې بندې یا خرابې شي، نو د نړۍ د تیلو بازار به سخت اغېزمن شي. همدارنګه پانګه‌وال اوس خوندي پانګونو ته مخه کوي چې له امله یې ډالر قوي شوی او نور اسعار کمزوري شوي دي نړیواله توجه اوس د ډونلډ ټرمپ د چین سفر او هلته د مهمو اقتصادي او سیاسي خبرو ته اوښتې ده

تهران: ایران د اوربند په اړه د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب پاکستان له لارې لېږلی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *