تازه خبرونه

د لبنان لومړي وزیر په ټینګار ویلي: د اسراییلو له وتلو پرته به هېڅ تړون نه کېږي

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د اسراییلو تر وتلو پورې د هر ډول تړون له منلو انکار کړی، په داسې حال کې چې په جنوبي لبنان کې د اسراییلي بریدونو شدت زیات شوی او ۶ کسان وژل شوي دي
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، تېر ماښام د اسراییلي بمبارۍ له امله ۶ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، تېر ماښام د اسراییلي بمبارۍ له امله ۶ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي


لبناني لومړي وزیر نواف سلام ویلي چې لبنان به هېڅ داسې تړون ونه مني چې پکې د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل له لبناني خاورې شامل نه وي. هغه ټینګار کړی چې د اشغال پای ته رسېدل د هر معاهدې اساسي شرط دی نواف سلام د جنوبي لبنان لپاره د اسراییلو د بفر زون هر ډول وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې بې‌کوره خلک باید خپلو کلیو او ښارونو ته د بېرته ستنېدو حق ولري. هغه له نړیوالو، په ځانګړي ډول امریکا غوښتنه کړې چې پر اسراییلو فشار زیات کړي

د دولت د وسلو انحصار


هغه ویلي چې په یو هېواد کې دوه پوځونه نشي کېدای او د وسلو کنټرول باید یوازې د دولت په لاس کې وي. د هغه په وینا دا ګام د لبنان د ثبات او ملي ګټو لپاره ضروري دی په همدې حال کې د اوربند له تمدید سره سره د جنوبي لبنان په سیمو کې د اسراییلي بریدونو لړۍ روانه ده. د راپورونو له مخې وروستیو بمباریو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي

اسراییلي او لبناني ادعاوې


اسراییل وایي چې بریدونه یې د حزب‌الله پر هغو هدفونو کړي چې له هغه ځایه راکټي بریدونه کېدل، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی لا هم دوام لري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *