تازه خبرونه

اسلام آباد کې سړکونو بندښت: اټک ریفاینري فعالیت ودرېد، د تیلو رسونه اغېزمنه شوه

اسلام آباد کې د درنې ټرافیک بندیز د انرژۍ بحران رامنځته کړی؛ د اټک ریفاینري مرکزي یونټ بند شوی، د خامو تیلو رسونه درېدلې او د ذخیره ټانکونو د ډکېدو له امله تولید هم معطل شوی دی
اسلام آباد کې د بهرنیو پلاويو د راتګ او د سړکونو د بندېدو له امله اټک ریفاینري خپل مرکزي کروډ ډسټلیشن یونټ بند کړی دی؛ د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ د درېدو له کبله د پټرول او ډیزلو د رسد د اغېزمنېدو اندېښنه څرګنده شوې ده

اسلام آباد کې د بهرنیو پلاويو د راتګ او د سړکونو د بندېدو له امله اټک ریفاینري خپل مرکزي کروډ ډسټلیشن یونټ بند کړی دی؛ د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ د درېدو له کبله د پټرول او ډیزلو د رسد د اغېزمنېدو اندېښنه څرګنده شوې ده

اسلام آباد ته د بهرنیو پلاويو د راتګ او د سختو امنیتي تدابیرو له امله لګول شویو ټرافیکي بندیزونو د هېواد د انرژۍ سکټور په جدي ډول اغېزمن کړی دی. د اټک ریفاینري لېمټډ اعلان کړی چې د خامو تیلو د رسد د بندېدو او د تیار پټرولیم محصولاتو د لېږد د خنډ له امله یې خپل مرکزي تولیدي یونټ په موقتي ډول بند کړی دی

سټاک ایکسچینج ته خبر

د اټک ریفاینري ادارې پاکستان سټاک ایکسچینج ته په یو بیړني نوټس کې ویلي چې په اسلام آباد کې د درنې ټرافیک او د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ ناڅاپي بندیز له امله د ریفاینري عملیات روان ساتل ممکن نه وو

په خبر کې ویل شوي چې د سړکونو د بندېدو له امله ریفاینري ته د خامو تیلو رسد په بشپړ ډول درېدلی، په داسې حال کې چې د پټرول او ډیزلو د نه لېږد له امله د ذخیره ټانکونه تر خپل بشپړ ظرفیت پورې ډک شوي دي

د تولیدي یونټ بندېدل

د ریفاینري ادارې په وینا، د ذخیره کولو د ځای د ختمېدو او د خامو موادو د نشتوالي له امله یې د ۳۲،۴۰۰ بیرلو ورځني ظرفیت لرونکی “مین کروډ ډسټلیشن یونټ” هم بند کړی دی. دا یونټ به تر هغې غیر فعال پاتې وي څو پورې چې په اسلام آباد کې ټرافیکي بندیزونه لرې نه شي او د تېلو ټانکرونو تګ راتګ بیا نه وي پیل شوی

د سپلایۍ اغېز

اقتصادي شنونکي او د انرژۍ کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اټک ریفاینري د مرکزي یونټ بندېدو له امله د خیبر پښتونخوا او شمالي پنجاب په ځینو سیمو کې د پټرول او ډیزلو رسد اغېزمن کېدای شي د ریفاینري ادارې ویلي چې دوی د وضعیت څارنه کوي او د سړکونو له خلاصېدو سره سم به تولیدي فعالیتونه بیا پیل کړي

یاده دې وي چې په اسلام آباد کې د مهمو بهرنیو پلاويو د شتون له امله امنیتي وضعیت سخت شوی او د ضلعي ادارې له خوا په بېلابېلو لویو لارو د درنو وسایطو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی، چې له امله یې د صنعتي او تجارتي ترانسپورت جریان هم اغېزمن شوی دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *