د پاکستان د مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف سره ټیلیفوني اړیکه نیولې ده. په دې خبرو کې دواړو مشرانو د پاکستان او ازبکستان د اړیکو، او په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په ګډون د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مهمو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي
Deputy Prime Minister / Foreign Minister Senator Mohammad Ishaq Dar @MIshaqDar50 spoke with the Foreign Minister of Uzbekistan Bakhtiyor Saidov @FM_Saidov.
— Ministry of Foreign Affairs – Pakistan (@ForeignOfficePk) May 16, 2026
The two leaders exchanged views on bilateral and multilateral matters of mutual interest, including Pak-Uzbek relations and… pic.twitter.com/bDV3wTEOml
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په سیمهییزه سوله او امنیت کې د پاکستان مثبت او رغنده رول او د منځګړیتوب هڅې ځانګړې توګه ستایلي دي
دواړو مشرانو هوکړه کړې چې په راتلونکي کې به هم دوه اړخیزه همکاري لا پیاوړې کوي او دا ژمنه یې کړې چې د مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه به د دواړو هېوادونو نږدې اړیکې دوام لري