تازه خبرونه

عربي رسنۍ وایي ایران پاکستان ته یورانیم سپارلو ته چمتو دی

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو په اړه د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي، چې له مخې یې ایران وړاندیز کړی څو خپل غني شوی یورانیم پاکستان ته ولېږدوي
د ایران له لوري د غني شوي یورانیم د لېږد لپاره پاکستان د احتمالي هېواد په توګه نومول شوی دی. د “العربیه نیوز” د راپور له مخې، تهران چمتو دی

د ایران له لوري د غني شوي یورانیم د لېږد لپاره پاکستان د احتمالي هېواد په توګه نومول شوی دی. د “العربیه نیوز” د راپور له مخې، تهران چمتو دی

د امریکا او ایران ترمنځ د روانو اټومي مذاکراتو په اړه داسې لوی پرمختګ راپور شوی چې نړیواله ټولنه یې حیرانه کړې ده د “العربیه نیوز” د پاکستاني سرچینو له قوله ویل شوي چې ایران وړاندیز کړی څو خپل غني شوی یورانیم د یو دریم هېواد ته ولېږدوي او پاکستان یې د احتمالي مېلمه هېواد په توګه نومولی دی

دا وړاندیز په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې امریکا له ایران څخه غواړي خپل ټول اټومي غني شوي مواد له هېواد څخه بهر انتقال کړي

د پاکستان مهم رول

ډیپلوماټیکې سرچینې وایي چې د ایران دا باور د پاکستان د بریالۍ منځګړیتوب او د اټومي خوندیتوب په برخه کې د قوي ریکارډ ښکارندويي کوي. که دا وړاندیز عملي شي، نو پاکستان به د دې حساس اټومي موادو د ساتنې مسؤلیت پر غاړه واخلي، چې له امله به یې د ایران پر ضد نړیوال بندیزونه کم او له امریکا سره د اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو لاره هواره شي

بدلیدونکی ډیپلوماټیک وضعیت

ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو کې د “مثبتو پرمختګونو” نښې لیدل شوي دي. شنونکي وایي چې د ایران له لوري پاکستان د دریم هېواد په توګه نومول هم د همدې ډیپلوماټیک بهیر برخه ده، څو امریکا ته ډاډ ورکړي چې ایران د اټومي وسلو نیت نه لري

د شنونکو نظر

سیاسي کارپوهان دا پرمختګ د منځني ختیځ او جنوبي اسیا په سیاست کې مهم بدلون بولي. د هغوی په وینا پاکستان اوس یوازې منځګړی نه، بلکې د دې بهیر مهم شریک ګرځېدلی دی

خو لا هم د امریکا، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې او پاکستان ترمنځ د رسمي موافقې او تخنیکي میکانیزم په اړه خبرې پاتې دي، او د هرمز تنګي وروستۍ ترینګلتیاوې ښيي چې وضعیت لا هم بشپړ باثباته نه دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *