امریکايي مرکزي قومانداني (سینټکام) د هغو رسنیزو راپورونو سخت رد کړی چې پکې ویل شوي د ایران پر ضد سمندري بندیز مات شوی دی.
د امریکايي ځواکونو فعالیتونه
سینټکام په خپل بیان کې ویلي چې د امریکا ځواکونه په منځني ختیځ او تر هغې هاخوا ټولو سمندري لارو کې د بندیز د پلي کېدو لپاره په بشپړ ډول فعال دي.
۲۹ بېړیو ته د بېرته ستنېدو امر
د بیان له مخې، د بندیز له پیل راهیسې تر اوسه ۲۹ تجارتي بېړۍ اړ شوې دي چې خپل مسیر بدل کړي یا نږدې بندرونو ته ستنې شي، ځکه چې د بندیز د اصولو خلاف یې حرکت کړی و
امریکايي چارواکو هغه راپورونه هم رد کړي چې پکې ادعا شوې وه ځینې بېړۍ لکه “MV Hero II”، “MV Heidy” او “MV Dorina” له بندیزه وتلي دي
د بېړیو وضعیت
د سینټکام په وینا، د ایران بیرغ لرونکې “Hero II” او “Heidy” ټانکرونه اوس د چابهار په بندر کې ولاړ دي، چې د امریکا ځواکونو له خوا درول شوي وو. همدارنګه “Dorina” بېړۍ د هند سمندر کې د امریکايي بحري ځواک تر سختې څارنې لاندې ده
U.S. forces have directed 29 vessels to turn around or return to port as part of the U.S. blockade against Iran.
— U.S. Central Command (@CENTCOM) April 22, 2026
Over past 24 hours, media reports have alleged that several commercial ships evaded the blockade, citing M/V Hero II, M/V Hedy, and M/V Dorena as examples. These… pic.twitter.com/SKelkSOr77
د امریکا دریځ
سینټکام ټینګار کړی چې د امریکا پوځي ځواک نړیوال لاسرسی لري او د منځني ختیځ او نورو سیمو کې به د سمندري بندیز عملي کول روان وساتي
سیمهییز وضعیت
دا بیان په داسې وخت کې خپور شوی چې په سیمه کې کړکېچ دوام لري او امریکا د ایران د اقتصادي رسولو لارو د محدودولو پالیسۍ ته دوام ورکوي