تازه خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مسقط له سفر وروسته اسلام‌اباد ته ناڅاپي سفر وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له سفر وروسته په ناڅاپي ډول اسلام‌آباد ته د لنډې تمې لپاره راغلی، چې موخه یې د سیمه‌ییز ثبات او ډیپلوماټیکو خبرو اترو پر موضوعاتو بحث بلل شوی دی
هغه په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه‌ییز سولې، ډیپلوماسۍ او ثبات په اړه مهمې خبرې وکړې. د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو له لارې د حل لارې موندل و

هغه په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه‌ییز سولې، ډیپلوماسۍ او ثبات په اړه مهمې خبرې وکړې. د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو له لارې د حل لارې موندل و

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له سفر وروسته په ناڅاپي ډول اسلام‌آباد ته ستون شوی، او تمه ده چې له لنډې تمې وروسته مسکو ته ولاړ شي

له پاکستاني مشرانو سره مهمې خبرې

په دې سفر کې هغه د پاکستان د فیلډ مارشل عاصم منیر سره مهمې خبرې کړې دي. په خبرو کې د سیمه‌ییز امنیت، د تاوتریخوالي کمولو او د سولې د هڅو پر پیاوړتیا تمرکز شوی دی. دواړو لورو د شخړو د کمولو او د ډیپلوماټیکو حللارو د موندلو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د پاکستان د رول ستاینه

د راپورونو له مخې، ایران د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې دي. عباس عراقچي ویلي چې ایران د روانو شخړو د ختمولو لپاره یو عملي چوکاټ وړاندې کړی، او اوس د امریکا مسؤلیت دی چې د ډیپلوماسۍ په برخه کې جديت وښيي

سیمه‌ییز همغږي او نړیوال تماسونه

د دواړو هېوادونو چارواکو د نړیوالو اړخونو سره د همغږۍ پر موضوع هم خبرې کړې دي. ځینې راپورونه وایي چې ایران ښایي د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړي، خو رسمي تایید نه دی شوی

ډیپلوماټیک اهمیت

کارپوهان وايي دا ناڅاپي سفر ښيي چې ایران په پاکستان باور لري او اسلام‌آباد د سیمه‌ییزو شخړو د کمولو لپاره د یو مهم منځګړي په توګه مطرح کېږي

Related Articles

اسټراټيجيا وايي هند کې داخلي افراطيت او بشري حقونو سرغړونې زياتې شوي، هېواد يې د سيمې لپاره خطر بللی او نړيواله مداخله اړينه ګڼي

April 27, 2026

په وروستیو کې د “المرصاد” په نوم د یوې ډیجیټل رسنۍ او فکري بیانیې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، چې د ځینو حلقو له نظره د فکري یرغل او ډیجیټل پروپاګنډا یوه بڼه ګڼل کېږي

April 27, 2026

د نیشنل پریس کلب غړو له ولسمشر او ادارې غوښتنه کړې چې د مطیع الله جان د ادارې حیثیت ته د زیان رسولو له امله د هغه غړیتوب سمدستي لغوه او له پریس کلبه وشړل شي

April 27, 2026

په دې پېښه کې د بېلابېلو فکري ډلو او اتحاد المدارس العربیه پاکستان سخت غبرګون ښودلی او دا عمل یې په کلکو ټکو غندلی دی

April 27, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *