ننګرهار: د راپورونو له مخې د طالبانو د استخباراتو ادارې په ننګرهار ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ځینو غړو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. دا اقدام وروسته له هغې شوی چې د امنیتي سرچینو په وینا، یاد کسان د رسمي لارښوونو او امنیتي مقرراتو سره سم عمل نه کاوه
د استخباراتي سرچینو په حواله ویل کېږي چې دا عملیات یوازې تر ننګرهار محدود نه دي، بلکې په نورو ولایتونو کې هم ورته اقدامات پلان شوي، څو د هغو وسلهوالو فعالیتونه محدود شي چې د دولتي کنټرول لاندې نه دي او د پالیسیو اطاعت نه کوي
سرچینې زیاتوي چې د دې اقدام موخه د هغو ډلو پر وړاندې فشار زیاتول دي چې د سرحدي امنیت لپاره د خطر سبب ګڼل کېږي، او د سیمې د عمومي امنیت وضعیت ته زیان رسوي
بل لور ته سیمهییز اوسېدونکي او ځینې غیررسمي سرچینې وايي چې په دغو سیمو کې د ټي ټي پي ځینې غړي او د هغوی کورنۍ د عادي اوسېدونکو په څېر ژوند کاوه، خو د کورونو د کرايې، خدماتو او نورو مالي لګښتونو د نه ادا کولو له امله د کورونو خاوندانو هغوی له خپلو استوګنځایونو ویستلي دي
ځینې سرچینې دا هم ادعا کوي چې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي فشارونو زیاتېدو له امله ګڼ شمېر مشکوک کسان له ښاري سیمو کلیوالو او لیرې پرتو سیمو ته منتقل شوي دي
تر اوسه د طالبانو حکومت او یا د تحریک طالبان پاکستان له لوري د دې موضوع په اړه رسمي او تفصیلي بیان نه دی خپور شوی، خو شنونکي وايي دا ډول اقدامات ښيي چې د سرحدي امنیت او وسلهوالو ډلو په اړه فشارونه په سیمه کې زیات شوي دي