د هندي چارواکو له لوري یو بهرنی سیاح، چې د پاکستان د مېلمهپالنې او کلتور ستاینه یې کړې وه، له هېواده شړل شوی دی د دې اقدام له امله په نړیواله او سیمهییزه کچه سختې نیوکې راپورته شوې دي
د معلوماتو له مخې، دغه سیاح د پاکستان د سفر پر مهال د خلکو مېلمهپالنه او خلاصمټتوب ستایلی و او د خپل سفر مثبتې ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې وې. وروسته هندي چارواکو پر هغه اقدام وکړ او هغه یې له هېواده وباسه
د بیان د آزادۍ په اړه اندېښنې
شنونکي وایي، که د یوه سیاح له لوري د بل هېواد ستاینه د داسې سختو اقداماتو لامل کېږي، نو دا د بیان د آزادۍ د محدودیت نښه ده
په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه
د دې پېښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د هند دغه پرېکړه سخت نقد شوې او کاروونکو د حقیقت پر بیان د بندیز پر ضد غبرګونونه ښودلي دي
سفري او سیاسي کارپوهان وایي، یوازې د یوې ستاینې له امله د سیاح شړل د آزاد فکر او بیان له اصولو سره ټکر لري او دا ډول اقدامات د نړیوالو اندېښنو لامل ګرځي