افغان سیاستوال حبیب حکمتیار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان او د حافظ ګل بهادر ډلې مهم مشران او غړي اوس مهال د افغانستان په خاوره کې موجود دي. د هغه په وینا، اسلامي امارت نه یوازې دوی ته پناه ورکړې بلکې د هغوی بشپړه ساتنه او ملاتړ هم کوي. دا ادعا د پاکستان هغه اوږدمهاله اندېښنې تاییدوي چې د پولې هاخوا خوندي پټنځایونه په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو یو مهم لامل دي
د افغان طالبانو د ښکېلتیا ادعا
حکمتیار دا هم ویلي چې د افغان طالبانو ځینې غړي هم د تحریک طالبان پاکستان په لیکو کې شامل شوي او د پاکستان پر ضد جګړه کې برخه اخلي. هغه دا یوه جدي خبره بللې چې نور پټه پاتې کېدل نه شي
هغه خبرداری ورکړی چې که پاکستان د دې پټنځایونو پر ضد پوځي اقدام وکړي، نو دا به د اسلامي امارت لپاره یو ستر سیاسي او دفاعي بحران جوړ کړي
د طالبانو د نظام راتلونکی
حکمتیار د طالبانو د حکومت د راتلونکي په اړه ویلي چې د تېر شل کلن دور برعکس اوس طالبان د دفاع لپاره نه عصري ټېکنالوژي لري او نه نړیوال ملاتړ، نو له پاکستان سره هر ډول شخړه به د هغوی لپاره ډېر دروند تمام شي
سیمهییز غبرګون
د دې څرګندونو وروسته په سیمهییزه ډیپلوماسۍ کې نوې بحثونه راپورته شوي دي. شنونکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر ډلې د موجودیت د ادعا له امله به پر کابل نړیوال فشار زیات شي چې خپله خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د کارېدو څخه وساتي