تازه خبرونه

ډونالډ ټرمپ تر سختو نړیوالو نیوکو لاندې؛ د جګړې ګواښونکي ټویټونه د منلو نه بلل کېږي

که امریکا له ایران سره مقابله ونه کړي، باید له چین سره له شخړې ډډه وکړي
موږ هره سهار او ماښام د داسې ولسمشر د ټویټونو د لوستلو توان نه لرو چې نړۍ ته ګواښونه کوي او د جګړې اعلانونه کوي

موږ هره سهار او ماښام د داسې ولسمشر د ټویټونو د لوستلو توان نه لرو چې نړۍ ته ګواښونه کوي او د جګړې اعلانونه کوي

بارسلونا: د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو پالیسیو او څرګندونو پر وړاندې نړیوالې نیوکې زیاتې شوې دي. د برازیل او بېلاروس ولسمشرانو په ښکاره ډول د امریکا پر چلند او بیانیه نیوکه کړې ده

د برازیل ولسمشر سختې څرګندونې


د هسپانیا د بارسلونا ښار کې د پرمختللو مشرانو کنفرانس ته په وینا کې، د برازیل ولسمشر لوئیز اناسیو لولا دا سلوا وویل چې نړۍ هره ورځ د جګړې ګواښونکي څرګندونې نه شي زغملی.
هغه زیاته کړه: “موږ هر سهار او ماښام د داسې ولسمشر ټویټونه نه شو زغملی چې نړۍ ګواښي او د جګړې اعلانونه کوي

د ملګرو ملتونو پر رول نیوکه


د برازیل ولسمشر د ایران جګړې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دایمي غړو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د جګړې په مخنیوي کې له ناکامۍ وروسته باید خپل چلند بدل کړي

د بېلاروس دریځ


له بلې خوا، د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو هم د امریکا پر پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل که امریکا له ایران سره مقابله ونه شي کړای، نو باید له چین سره له شخړې ډډه وکړي.
هغه روسي رسنیو ته په مرکه کې وویل چې امریکا د خپلې ځواک په اړه مبالغه کړې ده

د انرژۍ او ګټو مسئله
لوکاشینکو وویل چې د امریکا اساسي ګټې د انرژۍ پر سرچینو کنټرول دی او د همدې لپاره بېلابېل ګامونه اخلي. هغه د لوېدیځو هېوادونو د بشري حقونو دعوې هم تر پوښتنې لاندې راوستې

د آمریت تورونو ته ځواب


د بېلاروس ولسمشر وویل چې ریښتینې آمریت په هغو پالیسیو کې ښکاري چې په بېلابېلو سیمو کې عملي کېږي، په داسې حال کې چې امریکا ځان د ډیموکراسۍ ملاتړی بولي

د شنونکو نظر


شنونکي وايي، د نړیوالو مشرانو دا ډول څرګندونې د سیمې روان تاوتریخوالی او د امریکا د بهرني سیاست پر وړاندې زیاتېدونکي پوښتنې څرګندوي.

سیمه ییز وضعیت


د وروستیو اونیو په ترڅ کې د ایران، امریکا او منځني ختیځ د وضعیت له امله نړیوال ډیپلوماټیک چاپېریال کې تاوتریخوالی زیات شوی، او نړیوال مشران پرې څرګند غبرګون ښيي

ایران امریکا کړکېچ روان، مذاکرات پرمختګ لري خو واټن لا شته

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *