اسلام آباد: د امریکا او ایران ترمنځ د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان د مخلصانه منځګړیتوب او سفارتي هڅو د ناکامولو په موخه یو ځل بیا نړیواله جګړه غوښتونکې لابي او “ډراپ سایټ” فعاله شوې ده
په دې لړ کې په وروستیو ورځو کې د امریکایي رسنۍ “ډراپ سایټ” له لوري خپور شوی اوږد راپور د پاکستان پر ضد د منظم سفارتي بریدونو او زهرجنو پروپاګنډو نوې کړۍ بلل کېږي
دفاعي او سفارتي کارپوهان وایي چې دا راپور بېطرفه ژورنالیزم نه، بلکې د پروپاګنډې یوه منظمه هڅه ده چې د ژورنالیزم په نوم وړاندې شوې، څو د پاکستان منځګړیتوب لانجمن وښيي او منځنی ختیځ یو ځل بیا د جګړې اور ته ټېل وهي
د سولې هڅو پر ضد منظم کمپاین
کارپوهان وایي د دې کمپاین اساسي هدف د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو ناکامول او پر امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ فشار راوستل دي، څو یو ځل بیا “آپریشن ایپک فیوري” پیل کړي
tد هغوی په وینا اسرائیلي وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو او ملاتړې لابي یې له هر هغه احتمالي امن تړون وېره لري چې د ایران اوسنی نظام وساتي
له همدې امله د پاکستان د منځګړیتوب د ناکامولو لپاره پرلهپسې بېبنسټه کیسې جوړېږي، ځکه که د پاکستان هڅې ناکامې شي، نو په سیمه کې د جګړې امکان زیاتېږي
په راپور کې تضادونه او ګمراه کوونکې دعوې
شنونکي وایي د “ډراپ سایټ” راپور له تضادونو، اټکلي معلوماتو او ګمراه کوونکو ادعاوو ډک دی
راپور کې په یوه ځای کې ادعا شوې چې پاکستان د امریکا ګټو ته نږدې دی، خو بیا همدغه راپور وایي چې په امریکا کې اسرائیل پلوه حلقې غواړي پاکستان د منځګړي له رول څخه لرې شي
حقوقي او سفارتي کارپوهان وایي دا تضاد په حقیقت کې د پاکستان د بېطرفۍ تر ټولو لوی ثبوت دی، ځکه دواړه اړخونه پاکستان د خپلې خوښې مطابق نه ویني
د پاکستان تحریک انصاف د بیانیې کارول او سیاسي حقایقو ته سترګې پټول
کارپوهان وایي “ډراپ سایټ” د پاکستان تحریک انصاف او عمران خان تورونه پرته له تصدیق څخه کارولي او سیاسي حقایق یې له پامه غورځولي دي
د راپور ژبه داسې انګېرنه پیدا کوي لکه دا چې د یوه خپلواک خبریال پر ځای د PTI د سیاسي دریځ استازیتوب کوي
شنونکي وایي د عمران خان حکومت یوه کمزورې ایتلافي اداره وه او د عدم اعتماد تحریک له لارې یې په آئیني او جمهوري ډول حکومت پای ته ورسېد، خو وروسته دا هر څه د “بهرنۍ سازش” په نوم تعبیر شول
د عسکري مشرتابه پر ضد متضادې ادعاوې
راپور کې د پاکستان د پوځ د مشرتابه پر ضد داسې دعوې شوې چې د وخت او تاریخ له حقایقو سره سمون نه لري
کارپوهان وایي عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۹مه د عدم اعتماد له لارې لرې شو، په داسې حال کې چې اوسنی آرمي چیف څو میاشتې وروسته په نومبر ۲۰۲۲ کې ټاکل شوی و
همدارنګه راپور کې دا تاثر ورکړل شوی چې عمران خان د پوځ له لوري زندان ته ولېږل شو، حال دا چې هغه د توشه خانې په قضیه کې د عدالت له خوا مجرم ګرځول شوی و او له سزا وروسته په قانوني ډول زندان ته انتقال شو
د پاکستان د نظام او بهرني سیاست په اړه ناسم انځور
شنونکي وایي راپور د پاکستان د امنیتي او حکومتي نظام په اړه هم ناسم انځور وړاندې کړی دی
د هغوی په وینا د پاکستان امنیتي او ستراتیژیکې پالیسۍ د یوه فرد پر خوښه نه، بلکې د یو منظم دولتي چوکاټ له مخې پرمخ ځي
کارپوهان زیاتوي چې پاکستان تل د چین او امریکا ترمنځ خپلې اړیکې متوازن ساتلې او هېڅکله یې د یوه هېواد لپاره له بل سره اړیکې نه دي قرباني کړې
د اټومي پروګرام په اړه “زهرجن پروپاګنډ”
دفاعي مبصرین وایي د راپور تر ټولو خطرناکه برخه د پاکستان د اټومي پروګرام او ستراتیژیکو اثاثو په اړه بېبنسټه شکونه راپورته کول دي
د هغوی په وینا پاکستان د نړۍ له تر ټولو خوندي اټومي کمانډ او کنټرول نظامونو څخه یو لري، چې د نیشنل کمانډ اتھارټي تر څار لاندې فعالیت کوي او مشري یې منتخب وزیراعظم کوي
کارپوهان وایي دا ډول دعوې یوازې د پاکستان پر ضد د نړیوالې وېرې او منفي تاثر خپرولو هڅه ده
شنونکي په پای کې وایي چې د “ډراپ سایټ” دا راپور له تضادونو، ناسمو معلوماتو او سیاسي پروپاګنډو ډک دی، او اصلي هدف یې په منځني ختیځ کې د سولې هڅې کمزورې کول، د پاکستان نړیوال حیثیت ته زیان رسول او د جګړه غوښتونکو حلقو ګټو ته لاره هوارول دي
نور ولولئ