په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان خلک له پراخو بشري، اقتصادي او حقوقي بحرانونو سره مخ دي، طالبان په خپل وروستي اقدام کې د «د زوجینو د تفریق اصولنامه» توشیح کړې چې په عملي ډول د ماشومانو واده ته مشروعیت ورکوي. دا پرېکړه نه یوازې د انساني کرامت او بشري حقونو پر وړاندې یو خطرناک شاتګ ګڼل کېږي، بلکې د اسلام د سپېڅلي دین د ناوړه استعمال یوه ښکاره بېلګه هم بلل کېږي.
ماشومتوب د انسان د جسم، ذهن او فکر د ودې پړاو دی، نه د درنو ازدواجي مسؤلیتونو د بار د اخیستلو وخت. د ماشومانو جبري واده هغوی له زدهکړې، روغتیا، د ژوند له انتخاب او روښانه راتلونکي څخه محروموي. دا ډول عملونه د نړیوالو بشري حقونو له اصولو، په ځانګړي ډول د ماشوم د حقونو کنوانسیون او د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې سره ښکاره ټکر لري او د انساني کرامت ښکاره نقض بلل کېږي.
اسلام د عدالت، رضایت او انساني کرامت دین دی. په اسلامي تعلیماتو کې واده یو مسؤلانه تړون دی چې باید د بلوغ، پوهاوي او رضایت پر بنسټ ترسره شي. هېڅ اسلامي اصل اجازه نه ورکوي چې ماشومان د فقر، فشار یا افراطي سیاستونو قرباني شي.
د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) د ښځو او ماشومانو د حقونو، مهربانۍ او عدالت پر ساتنه ټینګار کړی دی. اسلام د رحمت دین دی، نه د ظلم او محرومیت وسیله.
د طالبانو دا پرېکړه د زرګونو افغانو نجونو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي او ټولنه د فقر، ناپوهۍ، تاوتریخوالي او تبعیض پر لور بیايي.
نړیواله ټولنه، د بشري حقونو ادارې، مستقل عالمان او انساني ضمیرونه باید د دې ناورین پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، ځکه چوپتیا د ظلم په جرم کې شریک کېدل دي. د ماشومانو دفاع د افغانستان د روښانه او انساني راتلونکي دفاع ده.