د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلع کې د فتنه الخوارج د تاوتریخوالي کړنو او د علماوو په نښه کولو پر ضد د خلکو سخت غصه خپره شوې ده. ځايي خلکو د ښار په بېلابېلو دیوالونو د ترهګرو د مشر نور ولي په انځورونو لعنت او نفرین لیکلی او خپله کرکه یې څرګنده کړې ده
د راپور له مخې د دیني عالم مولانا شیخ ادریس د دردناک شهادت وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی او د خلکو غصه نوره هم زیاته شوې ده. خلک وايي چې د اسلام په نوم د بې ګناه انسانانو وینه تویونکي د هېڅ ډول نرمۍ مستحق نه دي
چارسده کې د فتنه الخوارج پر ضد ولسي دریځ سخت شوی
وروستیو ورځو کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او نورو دیني علماوو له لوري د خوارجو پر ضد واضح او کلک دریځ وروسته، په ولسي کچه د دغو ډلو پر ضد غندنیز تحریک لا قوي شوی دی
په دیوالونو لیکل شویو شعارونو کې څرګنده شوې چې “د اسلام په نوم ترهګري د منلو نه ده”. ولسي خلک وايي چې پر جوماتونو، مدرسو او دیني علماوو بریدونه دا ثابتوي چې دا عناصر له اسلام او انسانیت سره هېڅ تړاو نه لري
شهريانو د دې عزم څرګندونه کړې چې دوی به د امن ضد عناصرو هېڅ بیان نه مني او د ترهګرۍ پر ضد به له امنیتي ځواکونو او ریاست سره ولاړ وي