تازه خبرونه

بلوچستان کې بي ايل اي او بي ايل آف ترمنځ اختلافات او نښتې زیاتې شوې دي

په بلوچستان کې د بلوچستان ازادۍ پوځ او د بلوچستان ازادۍ جبهې ترمنځ شخړې زیاتې شوې، خیانت تورونه او داخلي اختلافات څرګند شوي دي
د بي ايل اي دبي ايل آف له غړو عبدالباقي عرف لونګ او سلیمان عرف صدام باندې د دولتي ادارو سره د اړیکو تور لګولی او ادعا یې کړې چې عبدالباقي ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده

د بي ايل اي دبي ايل آف له غړو عبدالباقي عرف لونګ او سلیمان عرف صدام باندې د دولتي ادارو سره د اړیکو تور لګولی او ادعا یې کړې چې عبدالباقي ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده

په بلوچستان کې د دوو غیرقانوني تنظیمونو، د بي ايل اي او د بي ايل آف ترمنځ کلونه پخوانۍ شخړې بیا سختې شوې دي او ښکاره بڼه یې غوره کړې ده. دبي ايل اي له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د بي ايل آف پر پالیسیو او د هغوی د غړو پر کړنو سختې نیوکې شوي، چې د دواړو ډلو ترمنځ ژور اختلافات یې بربنډ کړي دي

د خیانت تورونه او د مرګ سزا

د بلوچستان ازادۍ پوځ په وینا، دبي ايل اي دوه غړي عبدالباقي عرف لونګ او سلیمان عرف صدام د دولتي ادارو د همکارۍ په تور تورن شوي دي. ویل شوي چې عبدالباقي په مخبرۍ، مالي فساد او جبري تسلیمۍ کې ښکېل و، او د یوې نام نهاد محکمې له لارې ورته د مرګ سزا ورکړل شوې او عملي شوې ده. همدارنګه یوه آډیو ریکارډ هم خپور شوی چې پکې یو کمانډر هغه د پاکستان ایجنټ بولي

د پخواني کمانډر سرفراز بنګلزۍ د څرګندونو له مخې، په دغو ډلو کې بې اعتمادي دومره زیاته شوې چې ځینې کسان د خپلو ملګرو له لاسه وژل کېږي، نه د دښمن له خوا. هغه وایي چې ډېر وخت دا ډلې د داخلي وژنو پړه پر ریاست اچوي

د خپلو کسانو له خوا وژنې

رپوټونه ښيي چې په دې شخړه کې د طبقاتي توپیر رول هم مهم دی، ځکه د بلوچستان ازادۍ پوځ مشري د سرداري اشرافیه په لاس کې ده، په داسې حال کې چې بلوچستان ازادۍ جبهې کې زیاتره د ټیټې طبقې خلک شامل دي. دا اختلاف اوس د فکري اختلاف پر ځای د واک او کنټرول په جګړه بدل شوی، چې د دواړو ډلو داخلي کمزورتیا څرګندوي

بلوچستان د سیاحت لپاره مهمه سیمه، حکومتي نوې پالیسي روانه ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *