د امنیتي ځواکونو د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) په وینا، د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ کې د ترهګرو د موجودیت د پټې استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو مؤثر عملیات ترسره شوي دي.
د عملیاتو پر مهال د ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سخت نښته شوې، چې په نتیجه کې یې د “فتنه الخوارج” ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
مهم مطلوب ترهګر وژل شوي
په وژل شوو کې د دې ډلې مهم قوماندان وحیدالله عرف مختار او یو ځانمرګی بریدګر شامل دي. د دوی له وسلو، ځانمرګي واسکټ او درنو وسلو سره لویه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي. وحیدالله د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې په ګڼو بریدونو کې ککړ او سخت مطلوب کس بلل کېده.
د لوی برید ناکامول
د څېړنو له مخې، وحیدالله د 21 فبروري 2026 د بنو د ځانمرګي برید اصلي سهولت کار و، چې پکې لیفټننټ کرنل ګل فراز شهید شوی و. آی ایس پي آر وايي، د دې عملیاتو له لارې نه یوازې د ترهګرو لوی شبکه له منځه وړل شوې، بلکې د یوې سترې حملې پلان هم شنډ شوی دی.
حکومتي غبرګون
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې بریالي عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ملت د خپلو زړورو ځواکونو پر قربانیو ویاړ لري. هغه زیاته کړې چې ټول هېواد د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پوځ تر څنګ ولاړ دی، او په سیمه کې د نورو ممکنه ترهګرو د پاکولو لپاره عملیات روان دي