د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د ډمانګي کیمپ پر وروستي مرګوني ترهګریز برید په اړه مهم او حساس انکشافات مخې ته راغلي دي. د وروستیو څېړنیزو معلوماتو له مخې، په دغه ځانمرګي برید کې ښکېل بریدګر یو افغان وګړی پېژندل شوی دی
د څېړنیزو سرچینو په وینا، د ځانمرګي بریدګر نوم جلال الدین عرف سجاد ښودل شوی چې له افغانستان سره یې تړاو لرلو همدارنګه ویل کېږي چې د برید پر مهال د امنیتي ځواکونو په متقابل عملیاتو کې وژل شوي نور وسلهوال هم افغانان وو او د سرحد له هغې غاړې پاکستان ته داخل شوي وو
پېښې تفصیل
د راپورونو له مخې، وسلهوالو هڅه کړې وه چې پر ډمانګي کیمپ برید وکړي او امنیتي ځواکونه په نښه کړي، خو د امنیتي ځواکونو د چټک او اغېزمن غبرګون له امله ټول بریدګر ووژل شول
څېړنې او شواهد
امنیتي چارواکي وایي چې د بریدګرو پېژندنه او لومړني شواهد ښيي چې په دې پېښه کې د سرحد هاخوا عناصر ښکېل کېدای شي. د پېښې په اړه لا نورې عدلي او تخنیکي څېړنې روانې دي
چارواکي زیاتوي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات هم له رسنیو سره شریک شي، څو د دې شبکې اصلي طراحانو ته رسېدنه وشي