تازه خبرونه

باجوړ برید او اروپايي راپور: افغانستان کې ترهګریزې شبکې ثبوت

د باجوړ برید کې د افغان وسله‌والو د ګډون او د اروپايي اتحادیې د لیک شوې پټې راپور له مخې دا څرګندېږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د جنوبي اسیا د سولې لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی دی
د اروپايي اتحادیې د پټې راپور له مخې، په افغانستان کې داعش خراسان د اروپا لپاره لوی ګواښ بلل شوی، او ترهګرې ډلې د ټولنیزو رسنیو له لارې کم عمره ماشومان جذبوي او خپلو شبکو ته یې ورګډوي

د اروپايي اتحادیې د پټې راپور له مخې، په افغانستان کې داعش خراسان د اروپا لپاره لوی ګواښ بلل شوی، او ترهګرې ډلې د ټولنیزو رسنیو له لارې کم عمره ماشومان جذبوي او خپلو شبکو ته یې ورګډوي

نړیواله سوله او سیمه‌ییز ثبات نن په داسې حساسو مرحلو کې ولاړ دي، چې سرحدي وسله‌وال فعالیتونه او ډیجیټل افراطیت د دفاعي نظریو بڼه بدله کړې ده. په وروستیو ورځو کې د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول باجوړ د دمنګي کیمپ د ځانمرګي برید تفصیل او د اروپايي اتحادیې د پټې “د ګواښ ارزونې راپور” یو ځل بیا هغه ادعاوې تاییدوي چې پاکستان یې له اوږدې مودې راهیسې په نړیوالو فورمونو کې کوي. دا شواهد ښيي چې د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان نه یوازې د جنوبي اسیا د سولې لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی، بلکې د نړیوالو ترهګرو شبکو او سرحدي فعالیتونو لوی مرکز هم بلل کېږي، چې اغېز یې اوس تر اروپا پورې رسېدلی دی

د باجوړ د دمنګي کیمپ پر برید د پلټنو اسناد دا حقیقت څرګندوي چې په پاکستان کې د پرله‌پسې بریدونو او د امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو تر شا د افغان خاورې سره تړاو لرونکي عناصر موجود دي. د راپور له مخې د ځانمرګي بریدګر جلال‌الدین عرف سجاد د افغانستان د وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ د «دادل» کلي اوسېدونکی و، او د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي نور وسله‌وال هم افغان وګړي بلل شوي دي. همدارنګه د هغه لپاره په افغانستان کې د تعزیتي غونډو ترسره کېدل د دې پېښو د جدي والي په اړه نورې پوښتنې راپورته کوي

بل لور ته د اروپايي اتحادیې د ۲۳ مخونو پټې راپور له مخې، افغانستان کې فعالې ډلې لکه «داعش خراسان» د اروپا لپاره جدي بهرنی ګواښ بلل شوی، چې د دې شبکو د پراخېدو وړتیا د اروپا د امنیت لپاره اندېښمنوونکې ګڼل شوې ده. راپور کې دا هم ویل شوي چې ترهګرې ډلې د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو له لارې کم عمره ماشومان افراطیت ته جذبوي او د سرحدي ترهګرۍ لپاره یې کاروي

د نړیوالو دفاعي کارپوهانو په وینا دا ډول راپورونه او پېښې د دې خبرې ملاتړ کوي چې د افغانستان موجوده وضعیت د سیمه‌ییزې او نړیوالې امنیتي ستونزې یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. له همدې امله ټینګار کېږي چې د سرحدي ګواښونو د مخنیوي لپاره باید نړیواله همکاري او عملي اقدامات لا زیات شي، څو د سیمې او نړۍ امنیت ته له لا نورو خطرونو مخه ونیول شي

Related Articles

مسجدونه په نښه کول د مذهبي ازادۍ او انساني وقار خلاف عمل دی

May 19, 2026

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

آخري ورځ پاکستان ته د تاریخي بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته د کلین سویپ لپاره یوازې ۳ ویکټې پاتې دي

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *