د افغانستان د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو حکومت او سیمهییزو خلکو، په ځانګړي ډول د تاجک ټولنې ترمنځ کړکېچ تر ټولو سخت پړاو ته رسېدلی دی. د سیمهییزو سرچینو او ویډیو شواهدو له مخې، د څو ساعته نښتو وروسته طالبانو تازه دمه ځواکونه سیمې ته لېږلي او پراخې نیونې یې پیل کړې دي
لاریونونه او ګډوډي
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریون کوونکو سړکونه بند کړي او ټایرونه یې سوځولي، چې له امله یې تور لوګي فضا نیولې ده. خلک په ګډوډ حالت کې له سیمې تېښته کوي او وضعیت ډېر ترینګلی ښکاري
د اړیکو بندښت او محدودیتونه
راپورونه وایي چې طالبانو نښتې سیمې تړلې او د مخابراتي شبکو فعالیت یې هم محدود کړی، څو د وضعیت په اړه معلومات محدود وساتل شي. په همدې حال کې د ځینو سیمهییزو مشرانو د نیولو راپورونه هم ورکړل شوي دي
سیاسي او قومي فشار
کارپوهان وایي چې دا کړکېچ یوازې امنیتي نه، بلکې قومي او سیاسي اړخ هم لري، او د تاجک ټولنې او مرکزي واک ترمنځ بېباوري لا پسې ژوره شوې ده وضعیت داسې ښکاري چې د زور له لارې کنټرولېږي، چې د لا نورو ناآرامیو خطر زیاتوي
بدخشان کې د کوکنارو د کرلو پر سر شخړه شوې طالبانو په ډزو کې یو کس وژل شوی دی