تازه خبرونه

روسیه: په افغانستان کې تر ۲۳ زره وسله‌وال د سیمې لپاره جدي ګواښ دي

سرګي شویګو، د روسیې د امنیت شورا سکرتر، په افغانستان کې د شاوخوا ۲۳ زرو وسله‌والو د شتون په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه ډلې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او د ټولې سیمې د امنیت لپاره یو جدي او مخ پر زیاتېدونکی ګواښ بلل کېږي
روسیې په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتو ډلو سره د تړاو لرونکو زرګونو وسله‌والو د شتون انکشاف کړی دی. د ملګرو ملتونو راپورونه هم دا اندېښنې تاییدوي

روسیې په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتو ډلو سره د تړاو لرونکو زرګونو وسله‌والو د شتون انکشاف کړی دی. د ملګرو ملتونو راپورونه هم دا اندېښنې تاییدوي

د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو انکشاف کړی چې په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۸ زره تر ۲۳ زره پورې وسله‌وال موجود دي، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلي دي

هغه په خپل بیان کې ویلي چې دا وسله‌وال له ۲۰ څخه زیاتو بېلابېلو ډلو سره تړاو لري او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ازاد ډول فعالیت کوي

امنیتي ګواښونه

روسي چارواکي وایي چې له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدل او د مخدره توکو قاچاق د سیمې لپاره لوی خطرونه رامنځته کوي. سرګي شویګو ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره د افغانستان وضعیت لا هم یو ستر چلنج دی، ځکه د ترهګرۍ اغېزې ګاونډیو هېوادونو ته د خپرېدو وېره شته

د راپورونو تایید

د روسیې دریځ د ملګرو ملتونو له هغو راپورونو سره هم سمون لري چې پکې ویل شوي په افغانستان کې القاعده، تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې بیا منظمې کېږي او خوندي پټنځایونه لري

د ترهګرۍ مالي سرچینه

هغه د مخدره توکو قاچاق د ترهګرۍ د تمویل تر ټولو لویه سرچینه بللې، چې له دې لارې ترلاسه شوې پیسې د وسله‌والو فعالیتونو لپاره کارول کېږي

پر کابل فشار

د نړیوالو څارونکو په وینا د روسیې له دې سخت دریځ څخه ښکاري چې د سیمې هېوادونه غواړي د افغانستان په اړه پر کابل اداره فشار زیات کړي، څو د وسله‌والو ډلو پر ضد عملي اقدامات ترسره شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *