تازه خبرونه

د کرم ایجنسۍ په عملیاتو کې حافظ سیف الله او دوه ملګري وژل شوي

په پاکستان کې د افغان طالبانو د یو لوړ پوړي پولیس مشر د خپلوان په ترهګریزو فعالیتونو کې وژل کېدل د کابل دعوې تر پوښتنې لاندې راولي
وژل شوی ترهګر حافظ سیف الله عرف آصف د میرویس خان زوی و او د افغانستان د خوست ولایت د باک ولسوالۍ د روغه کلي اوسېدونکی و

وژل شوی ترهګر حافظ سیف الله عرف آصف د میرویس خان زوی و او د افغانستان د خوست ولایت د باک ولسوالۍ د روغه کلي اوسېدونکی و

کرم ایجنسۍ: د امنیتي ځواکونو په بریالي عملیاتو کې افغان طالبانو مهم غړی او د افغانستان د خوست ولایت د موسی خېل ولسوالۍ د پولیس مشر قاري امیر عباس شرافت وراره حافظ سیف الله عرف آصف ووژل شو

دا مهم پرمختګ د جمعې په ورځ ۱۵ مۍ د امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال مخې ته راغی

وژل شوی کس حافظ سیف الله عرف آصف د میرویس خان زوی و او د افغانستان د خوست ولایت د باک ولسوالۍ د روغه کلي اوسېدونکی و

هغه په اصل کې د افغان طالبانو فعال غړی و چې وروسته یې د فتنۀ الخوارج سره یوځای شو

هغه د افغانستان له خوست څخه په غیر قانوني ډول د پولې له لارې د پاکستان د کرم ضلعې ته داخل شوی و او هلته یې د کرم په سیمه کې د فعال ترهګر کاظم ګروپ برخه وګرځېده او په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و

د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې آصف د خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو

https://x.com/MahazOfficial1/status/2056354008328216838?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E2056354008328216838%7Ctwgr%5Ec4dd2a886bc8da6ef820128a016989b10c3c2e38%7Ctwcon%5Es1_c10&ref_url=https%3A%2F%2Fhtnurdu.com%2Fafghan-taliban-ttp-militant-killed-kurram-operation%2F

دفاعي کارپوهان وایي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د یو لوړ پوړي ولسوالۍ پولیس مشر د نږدې خپلوان وژل کېدل د کابل ادارې هغه دعوې بې‌اعتباره کړې دي، چې پکې هغوی په پاکستاني خاوره کې د ترهګرۍ له فعالیتونو څخه د بې‌پرتیا ادعا کوي

دا پېښه د دې خبرې ښکاره ثبوت بلل کېږي چې د افغان طالبانو غړي نه یوازې تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته بشري ځواک ورکوي، بلکې د پولې څخه اوښتلو سره د پاکستان دننه د امنیتي ځواکونو او بې‌ګناه وګړو پر ضد بریدونو کې مستقیم ګډون هم کوي

پاکستاني امنیتي ادارو ټینګار کړی چې د هېواد حاکمیت او امن ګډوډوونکي بهرني ترهګر او د هغوی مرسته کوونکي به هېڅکله هم معاف نه شي

نور ولولئ

باجوړ برید: ځانمرګی بریدګر افغان وګړی و، د وردک ولایت سره یې تړاو تایید شوی دی

Related Articles

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

آخري ورځ پاکستان ته د تاریخي بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته د کلین سویپ لپاره یوازې ۳ ویکټې پاتې دي

May 19, 2026

عمر حیات ته د قتل په جرم د مرګ سزا ورکړل شوې او په نورو درېو مادو کې ورته درې ځله لس، لس کاله بند هم اورول شوي دي

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *