تازه خبرونه

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا کمپاین

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو
د پاکستان د پوځ د لوړپوړي افسر بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا منظم کمپاین د عامو خلکو له لوري رد شوی دی

د پاکستان د پوځ د لوړپوړي افسر بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا منظم کمپاین د عامو خلکو له لوري رد شوی دی

په وروستیو دو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو د اشتہاري یوټیوبر عادل راجا له لوري د پاکستان د پوځ د لوړپوړي افسر بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد منظم او بدناموونکې کمپاین روان دی، چې د خلکو او دفاعي کړیو له لوري په کلکه رد شوی او له حقیقت څخه لرې بلل شوی دی

د دفاعي شنونکو په وینا، هر کله چې دا مفرور شخص د پاکستان د یو وفادار او دندې ته ژمن افسر پر ضد دروغجن پروپاګند پیل کړي، نو دا څرګندوي چې یوازې عادل راجا نه، بلکې د هېواد دننه او بهر هغه شبکې هم ښکېلې دي چې د خپلو ګټو د زیان له امله اندېښمنې شوي دي

د راپورونو له مخې، د دې کمپاین تر شا د قبضه مافیا، غیرقانوني نیټورکونه، او ځینې هغه عناصر هم شامل بلل کېږي چې په ښارونو کې د ناقانونه ځمکو له لارې ګټې ترلاسه کوي. همدارنګه داسې ادعاوې هم شوې چې ځینې بهرني عناصر، چې پخوا یې د ترهګرۍ د پلانونو ملاتړ کړی، هم په دې تبلیغاتي جګړه کې رول لري

په همدې لړ کې د اسمګلینګ شبکو او غیرقانوني کاروبارونو هغه ډلې هم یادې شوې چې د امنیتي عملیاتو له امله یې لارې بندې شوي او اوس د غچ اخیستو په هڅه کې دي

د ځینو راپورونو له مخې، د نشه يي موادو او نورو جرمي شبکو ځینې کړۍ هم د دې پروپاګند ملاتړ کوي، ځکه چې د امنیتي ادارو د سختو عملیاتو له امله یې فعالیتونه محدود شوي دي

د دفاعي سرچینو په وینا، د بریګیډیر اعجاز عباسي د مؤثرې تګلارې له امله په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ عناصر او سختدریځې ډلې کمزورې شوي، چې له همدې امله هغوی اوس د ټولنیزو رسنیو له لارې منفي کمپاین ته مخه کړې ده

په پای کې ویل شوي چې د پاکستان ولس د داسې تبلیغاتي هڅو پر وړاندې هوښیار دی او د دروغجنو ادعاوو پر ځای د حقیقت ملاتړ کوي

Related Articles

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

نواز شریف وویل چې د پاکستان او ازبکستان اړیکې د پیاوړو تاریخي اړیکو پر بنسټ ولاړې او ډېرې قوي دي

May 19, 2026

۲۵ پاکستانی زده‌کوونکي د یو کلن روزنیز پروګرام لپاره ووهان کالج ته تللي دي

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *