تازه خبرونه

د ایران او امریکا د تړون وروستۍ مسوده بشپړه شوې، خبرې به د حج وروسته په اسلام اباد کې وشي

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي
د مذاکراتو بل پړاو به د حج وروسته په اسلام اباد کې کېږي

د مذاکراتو بل پړاو به د حج وروسته په اسلام اباد کې کېږي

د ایران او امریکا ترمنځ د اوږدې ډیپلوماټیکې ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د یوه تاریخي تړون مسوده وروستۍ شوې او د رسمي اعلان تمه یې ژر کېږي

عربي رسنۍ وایي چې دواړو هېوادونو ترمنځ غیر مستقیم خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلې دي او پاکستان په دې بهیر کې د یو مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی

راپورونه وایي چې د پاکستان یوه مهمه څېره ممکن سبا ایران ته سفر وکړي، چې هلته به د تړون د وروستي مسودې د بشپړېدو اعلان وشي

همدارنګه ویل کېږي چې د دې ډیپلوماټیک بهیر بل مهم پړاو به د حج له موسم وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي

د پاکستان د دې ډیپلوماټیک رول اهمیت له دې څرګندېږي چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوهم ځل تهران ته تللی دی

هغه په تهران کې له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان، د مذاکراتي کمېټې له مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره مهمې لیدنې کړې دي

له دې وروسته هغه بلوچستان ته تللی او هلته یې له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر سره د دې ډیپلوماټیک پرمختګ په اړه خبرې کړې دي

کارپوهان وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ ممکنه موافقه او د پاکستان منځګړیتوب به د سیمې د سولې، امنیت او اقتصادي ثبات لپاره یو مهم بدلون وي

نور ولولئ

Related Articles

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

د فوټوګرافرانو له دوامداره غږ وروسته سلمان خان غوسه وښوده

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *