د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د بېجینګ په تاریخي “ګرېټ هال آف پیپل” کې یوه مهمه او ستراتیژیکه لیدنه ترسره شوه. د روس ولسمشر پوتین په رسمي سفر چین ته ورسېد، چیرې چې د هغه تود هرکلی وشو. د دواړو مشرانو په خبرو کې دوه اړخیزې اړیکې، اقتصادي شراکت او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ روان وضعیت په ګډون پر مهمو نړیوالو مسایلو تفصیلي بحث وشو
د منځني ختیځ د کړکېچن وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو پر مهال د چین ولسمشر شي جینپینګ ټینګار وکړ چې په دې سیمه کې خبرې اترې او مذاکرات ځانګړی اهمیت لري او روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي. هغه وویل چې په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسېدل نه یوازې د نړیوالې انرژۍ په رسد کې ثبات راولي، بلکې د نړیوال سوداګریز نظام پر وړاندې خنډونه هم کموي. په همدې موقع د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ډاډ ورکړ چې روسیه به د اوسني بحران سره سره هم د نړۍ لپاره د باور وړ د انرژۍ عرضه کوونکي په توګه خپل رول ته دوام ورکړي
د چین ولسمشر وویل چې چین او روسیه باید په ګډه د یوه عادلانه، متوازن او معقول نړیوال حکمراني نظام د جوړولو هڅې ګړندۍ کړي. هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټ سیاسي باور او ستراتیژیکه همکاري وبلله او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه باید د یو بل د پرمختګ او اقتصادي بیا رغونې ملاتړ وکړي.
د روس ولسمشر پوتین د دواړو هېوادونو اړیکې وستایلې او ویې ویل چې د روسیې او چین اړیکې په بې ساري کچه کې دي او اقتصادي همکارۍ په مثبت لوري روانې دي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو باثباته اړیکې د نړیوال ثبات په ساتلو کې مهم رول لري. د لیدنې په پای کې پوتین د چین ولسمشر ته بلنه ورکړه چې راتلونکی کال روسیې ته رسمي سفر وکړي