تازه خبرونه

سلېټ ټېسټ: پاکستان ته د بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته ۳ ویکټې پاتې دي

آخري ورځ پاکستان ته د تاریخي بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته د کلین سویپ لپاره یوازې ۳ ویکټې پاتې دي

سلېټ: د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دوهم ټېسټ میچ څلورمه ورځ پای ته ورسېده، چې پکې پاکستان د ۴۳۷ منډو ستر هدف په تعقیب کې د خپلې دوهمې اننګز په ۷ ویکټو د ۳۱۶ منډو پورې رسېدلی دی

میچ اوس یو ډېر حساس او وروستي پړاو ته رسېدلی، چې پاکستان ته د تاریخي بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته د سیریز کلین سویپ لپاره یوازې ۳ ویکټې پاتې دي

د ورځې په پای کې محمد رضوان ۷۵ او ساجد خان ۸ منډو سره په کریز ولاړ دي

له دې مخکې پاکستان خپله دوهمه اننګز پیل کړه خو اوپنران بیا ناکام شول، عبداللہ فضل یوازې ۶ منډې جوړې کړې او اذان اویس ۲۱ منډو سره آوټ شو

وروسته شان مسعود ۷۱ او بابر اعظم ۴۷ منډې جوړې کړې، خو دواړه ویکټې وبایللې او منځنۍ بیټنګ بیا فشار کې راغی

بنګله دېش په خپله لومړۍ اننګز کې ۲۷۸ منډې جوړې کړې وې او پاکستان ۲۳۲ منډو باندې آوټ شو، چې کوربه ټیم ته ۴۶ منډې برتري ورکړه

وروسته بنګله دېش په دوهمه اننګز کې ۳۹۰ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۴۳۷ منډو ستر هدف ورکړ، او اوس د میچ پرېکړه وروستۍ ورځې ته پاتې ده

نور ولولئ

سلهاټ ټېسټ دوهمه ورځ؛ پاکستان د بنګله دېش ۲۷۸ منډو په ځواب کې له ستونزو سره مخ دی

Related Articles

مسجدونه په نښه کول د مذهبي ازادۍ او انساني وقار خلاف عمل دی

May 19, 2026

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

عمر حیات ته د قتل په جرم د مرګ سزا ورکړل شوې او په نورو درېو مادو کې ورته درې ځله لس، لس کاله بند هم اورول شوي دي

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *