د خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پر ضد د غیور ولس صبر نور پای ته رسېدلی دی. د “فتنه الخوارج” د اسلام او هېواد ضد فعالیتونو پر وړاندې اوس خلک په ښکاره توګه میدان ته راوتي دي، چې د دې څرګند ثبوت په بېلابېلو ضلعو کې د پراخې وال چاکنګ له لارې لیدل کېږي
د ترلاسه شویو انځورونو له مخې د پشاور، چارسدې، کوهاټ او باړې په ګډون په ګڼو سیمو کې په دیوالونو، چورلکو او عامه ځایونو کې د خوارجو پر ضد لیکنې شوې دي. خلکو د خوارجو د مشر نور ولي محسود د انځورونو ترڅنګ د لاس نښه په سور رنګ سره رسم کړې او “لعنت” یې پرې لیکلی، چې د ترهګرۍ پر ضد د عام ولس سخت غبرګون څرګندوي
په دیوالونو باندې په څرګندو ټکو لیکل شوي چې “خوارج د اسلام قاتلان دي” او “خوارج د علماوو قاتلان دي”. دا ولسي پیغام ښيي چې د خیبر پښتونخوا خلک نور د ترهګرو هیڅ ډول درواغجن مذهبي بیانیه نه مني
د سیمې د علماوو په وینا، د دیني شخصیتونو پر وړاندې بریدونه د دې حقیقت څرګندونه کوي چې دا ډلې له اسلام او جهاد سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې یوازې د بېګناه خلکو وینې تویوي
امنیتي او سیاسي کارپوهان وایي چې دا ولسي غبرګون ښيي چې ترهګر د خلکو له ملاتړ څخه بشپړ بېبرخې شوي دي. اوس هغوی ته په کلیو او ښارونو کې د سخت ولسي مخالفت او نفرت سره مخ دي، او خلک ژمن دي چې د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د دې عناصرو د بشپړ ختمولو تر وخته خپل مبارزه جاري وساتي