کرم ایجنسۍ: د امنیتي ځواکونو په بریالي عملیاتو کې افغان طالبانو مهم غړی او د افغانستان د خوست ولایت د موسی خېل ولسوالۍ د پولیس مشر قاري امیر عباس شرافت وراره حافظ سیف الله عرف آصف ووژل شو
دا مهم پرمختګ د جمعې په ورځ ۱۵ مۍ د امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال مخې ته راغی
وژل شوی کس حافظ سیف الله عرف آصف د میرویس خان زوی و او د افغانستان د خوست ولایت د باک ولسوالۍ د روغه کلي اوسېدونکی و
هغه په اصل کې د افغان طالبانو فعال غړی و چې وروسته یې د فتنۀ الخوارج سره یوځای شو
هغه د افغانستان له خوست څخه په غیر قانوني ډول د پولې له لارې د پاکستان د کرم ضلعې ته داخل شوی و او هلته یې د کرم په سیمه کې د فعال ترهګر کاظم ګروپ برخه وګرځېده او په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و
د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې آصف د خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو
دفاعي کارپوهان وایي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د یو لوړ پوړي ولسوالۍ پولیس مشر د نږدې خپلوان وژل کېدل د کابل ادارې هغه دعوې بېاعتباره کړې دي، چې پکې هغوی په پاکستاني خاوره کې د ترهګرۍ له فعالیتونو څخه د بېپرتیا ادعا کوي
دا پېښه د دې خبرې ښکاره ثبوت بلل کېږي چې د افغان طالبانو غړي نه یوازې تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته بشري ځواک ورکوي، بلکې د پولې څخه اوښتلو سره د پاکستان دننه د امنیتي ځواکونو او بېګناه وګړو پر ضد بریدونو کې مستقیم ګډون هم کوي
پاکستاني امنیتي ادارو ټینګار کړی چې د هېواد حاکمیت او امن ګډوډوونکي بهرني ترهګر او د هغوی مرسته کوونکي به هېڅکله هم معاف نه شي
نور ولولئ
باجوړ برید: ځانمرګی بریدګر افغان وګړی و، د وردک ولایت سره یې تړاو تایید شوی دی