میډریډ: په غزه د اسراییلو د بریدونو او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد په اروپا کې سفارتي او کلتوري اعتراضونه زیات شوي دي او اسپانیا په یو تاریخي او غیر معمولی اقدام کې د یوروویژن ۲۰۲۶ د موسیقۍ سیالۍ له بایکاټ سره مخ کړې او د خپرونو ژوندی نشر یې بند کړی دی
د راپورونو له مخې دا لومړی ځل دی چې له ۱۹۶۱ وروسته اسپانیا د دې سیالۍ نشر نه کوي او پر ځای یې په دولتي ټلویزیون بدیل پروګرامونه وړاندې کړي دي
د یوروویژن بایکاټ او د فلسطین په ملاتړ اروپایي دریځ
کله چې د ویانا په ښار کې د یوروویژن فاینل پیل شو نو د اسپانیا دولتي ټلویزیون د ژوندۍ خپرونې فیډ پرې کړ او پر سکرین یې د فلسطین په ملاتړ رسمي بیان خپور ک
په بیان کې ویل شوي چې یوروویژن یوازې یو تفریحي پروګرام دی خو بشري حقونه لوبه نه ده او د فلسطین لپاره د سمدستي سولې او عدالت غوښتنه شوې ده
همدارنګه راپورونه وایي چې دا اعتراض یوازې د اسپانیا نه دی بلکې آیرلنډ هالنډ سلووینیا او آیسلنډ هم د اسراییلو د ګډون پر ضد د بایکاټ او همغږۍ څرګندونه کړې ده
نور ولولئ