تربت د بلوچستان په سیمه کې د ترهګرۍ په یوه ډېره خواشینونکې او بزدلانه پېښه کې په لومړۍ کرښه کې دنده ترسره کوونکې لیډي کانسټیبل شکیله بلوچ شهیده شوې ده هغه د خپلې دندې پر لور روانه وه چې هدف وګرځول شوه دا بزدلانه برید یوازې پر یوه پولیس اهلکار نه بلکې د بلوچستان پر دودونو د ښځو پر زړورتیا او د سیمې پر وقار برید دی
دا پېښه یو ځل بیا ثابته کړه چې د هند فتنه او د هغې ترهګریز پراکسي شبکې یوازینی هدف په سیمه کې وینه تویول ویره خپرول او بې ثباتي رامنځته کول دي دا وحشي عناصر نه د بلوڅو د دودونو استازیتوب کوي او نه له انسانیت سره کوم تړاو لري دا بزدلانه کړنې د هغوی د زیاتېدونکي ناامیدۍ څرګند ثبوت دی
د ترهګرۍ ضد مبارزه او د خلکو یووالی
د بلوچستان غیورې ښځې لا هم له ټولو خطرونو سره سره په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي او د ریاست او خلکو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي د لیډي کانسټیبل شکیله بلوچ دا ستره قرباني به هېڅکله ضایع نه شي بلکې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې عزم به لا پیاوړی کړي
بل لوري ته په دې حساسه پېښه کې چوپ پاتې تش په نوم د بشري حقونو دعوه کوونکي او د ترهګرو د بیانیې ملاتړ کوونکي هم د خلکو پر وړاندې بربنډ شوي دي چې د یو ځانګړي ایجنډا له مخې د ریاست پر ضد غږ پورته کوي خو د بیټیانو د وینې پر وړاندې چوپ پاتې کېږي
نور ولولئ
واخان او لاجورد د نجات په انتظار دي د طالبانو خلاف د ازادۍ غږونه پورته شوي دي