افریقی هېواد نایجیریا کې د امریکايي امنیتي ځواکونو او نایجیریايي وسلهوالو ځواکونو ګډ مهم عملیات ترسره شوي، چې پکې د نړیوالې ترهګرې ډلې داعش مرستیال مشر ابو بلال المنوکي وژل شوی دی. چارواکو دا عملیات ډېر پېچلی، منظم او تر ټولو بریالی ماموریت بللی دی
د رسمي سرچینو له مخې، دا عملیات د اوږدمهاله او منظم استخباراتي پلان له مخې په ګډه ترسره شوي دي. ابو بلال المنوکي چې د داعش یو له مهمو او خطرناکو نړیوالو مشرانو څخه ګڼل کېده، په افریقا کې یې د پټنځایونو څخه استفاده کوله. خو استخباراتي ادارو د هغه د حرکتونو او فعالیتونو په اړه دوامداره معلومات ترلاسه کړي وو، چې وروسته یې پر پټ ځای پرېکنده برید وشو
لوړپوړو چارواکو ویلي چې د ابو بلال المنوکي په وژل کېدو سره په افریقا کې هغه شبکه سخت زیانمنه شوې چې بېګناه ملکي وګړي یې هدف ګرځول او د امریکايي اهدافو پر ضد یې بریدونه پلانول. د امنیتي شنونکو په وینا، د دې مهم قوماندان له منځه وړل د داعش نړیوالې کړنې او شبکې ته سخت ګوزار دی او د دوی تنظیمي وړتیاوې یې کمزورې کړې دي
یادونه کېږي چې وژل شوی قوماندان ابو بلال المنوکي نایجیریايي الاصله و او د نړۍ په تر ټولو مطلوبو ترهګرو کسانو په لېست کې شامل و. پر دې بریالي عملیاتو امریکايي دفاعي چارواکو د نایجیریا حکومت او وسلهوالو ځواکونو د همکارۍ او مسلکي همغږۍ مننه کړې ده