تازه خبرونه

د پاکستان پر ضد منظم پروپاګنډا ناکامه شوه: عطا تارړ د هندي رسنیو ناوړه څېره بربنډه کړه

د پاکستان وفاقي وزیر عطا تارړ د هېواد پر ضد له بهر څخه د چلول کېدونکې منظمې منفي پروپاګنډا مہم افشا کړې ده
د پاکستان پر ضد له پوله بهر څخه روانه د ناسمو معلوماتو (ډس‌انفارمېشن) مہم بربنډه شوه، چې په دې اړه وفاقي وزیر عطا تارړ سخت غبرګون ښودلی دی. په همدې حال کې د هندي اینکر ارنب ګوسوامي پر غیر مسلکي چلند د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري سخت احتجاجونه هم راپورته شوي دي

د پاکستان پر ضد له پوله بهر څخه روانه د ناسمو معلوماتو (ډس‌انفارمېشن) مہم بربنډه شوه، چې په دې اړه وفاقي وزیر عطا تارړ سخت غبرګون ښودلی دی. په همدې حال کې د هندي اینکر ارنب ګوسوامي پر غیر مسلکي چلند د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري سخت احتجاجونه هم راپورته شوي دي

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا تارړ ویلي چې له بهر څخه د پاکستان پر ضد د دروغو او بدنيتي پر بنسټ یوه منظم معلوماتي کمپاین روان دی، چې هدف یې د هېواد د سولې هڅې او سیمه‌ییز مثبت رول بدنامول دي. هغه دا کمپاین د هغو عناصرو کار وباله چې په سیمه کې د ثبات او د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د بریالۍ مبارزې له منلو انکار کوي او له همدې امله د پروپاګنډا او ناسمو معلوماتو خپرولو ته مخه کوي

هغه زیاته کړه چې پاکستاني رسنیو او د فېکټ‌چیک پلیټفارمونو مخکې له مخکې دا منفي پروپاګنډا افشا کړې ده او د هېواد دریځ یې په سمه توګه روښانه کړی دی

په ټولنیزو رسنیو کې هم د هندي اینکر ارنب ګوسوامي د غیر مسلکي چلند او د ریټنګ لپاره د جنجالي موضوعاتو د کارولو پر ضد سخت غبرګونونه لیدل شوي دي. کاروونکي وايي چې هغه د خپرونو د لیدونکو زیاتولو لپاره کله ناکله اخلاقي حدونه هم تر پښو لاندې کوي

په دې بحثونو کې د ځینو شنونکو هغه پخواني ادعاوې هم بیا مطرح شوي چې ګواکې نوموړی اینکر د خپلو پروګرامونو د ریټنګ لوړولو لپاره جنجالي مېلمانه را بولي او بحثونه ترې د سوداګریز هدف لپاره کاروي

Related Articles

د باجوړ سره تړلي د فتنه الخوارج د کمانډر د اعتراف له مخې دا خبره لا پیاوړې شوې ده چې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه د افغانستان د کنړ ولایت له ځینو پټنځایونو څخه کنټرولېږي

May 15, 2026

“فتنه الخوارج” یوه جرمي ډله ده چې د اسلام نوم د ناوړه ګټې لپاره کاروي او په غلا، لوټ او د تاوان لپاره په تښتونو لکه سپکو او سختو جرمونو کې ښکېله ده، چې اصلي موخه یې یوازې مالي ګټې ترلاسه کول دي

May 15, 2026

پاکستان مونومنټ کې د «بنیان مرصوص» لېزر نندارې د پاکستان د جوړېدو مبارزه او د وطن د دفاع تاریخي معرکې د نوې بصري ټکنالوژۍ له لارې ژوندۍ کړې

May 15, 2026

راجه بازار کې د پور د شخړې له امله پیل شوې نښته د دوو کسانو په وژل کېدو پای ته ورسېده، خو وروسته د ښځو نیول، احتجاجي پرلت او د پېژندپاڼو له نشتوالي سره تړلو ستونزو یو ستر ټولنیز ناورین بربنډ کړ

May 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *