د افغان طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له خوا د کنړ د ډانګام ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو او عامه تاسیساتو د زیان ادعاوې شوې دي، خو کارپوهان او د ځمکې حقایق دا د طالبانو د هغه ځانګړي تبلیغاتي اسکرپټ برخه بولي چې هدف یې نړیواله خواخوږي ترلاسه کول او د پوځي ناکامیو پټول دي، په حقیقت کې طالبان په منظم ډول ملکي سیمې د پوځي موخو لپاره کاروي
مساجد او تعلیمي ادارې
طالبانو مساجد او تعلیمي ادارې د عبادت پر ځای د جنګیالیو د جذب، اړیکو او پټنځایونو په مرکزونو بدل کړي او شواهد ښيي چې په کورونو، بازارونو او مذهبي ځایونو کې د وسلو زېرمه کول او جنګیالي ځای پر ځای کول د هغوی قصدي تګلاره ده چې له امله یې ټول خلک د انساني ډال په توګه کارول کېږي
انسانی ژوند ته بې پروايي
د طالبانو د چلند له مخې د ملکي خلکو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کول د انساني ژوند په وړاندې د هغوی بشپړه بې پروايي ښيي، او دا تګلاره دا ده چې د خلکو تر منځ پټ شي، بریدونه ترسره کړي، ځوابي عملیات راپاروي او بیا یې د “مظلومیت” په توګه وکاروي، همدارنګه ویل کېږي چې د طالبانو د سرحدي بریدونو له امله تر اوسه 52 پاکستانیان وژل شوي او 84 ټپیان شوي دي، خو د طالبانو مشرتابه په دې اړه چوپ پاتې دی
پاکستان د دفاعي غبرګون په اړه
پاکستان د یو مسؤل دولت په توګه یوازې هغه ځایونه په نښه کوي چې د ترهګرۍ تصدیق شوي مرکزونه وي او هڅه کوي چې ملکي زیانونه تر ټولو کم وساتي او ټول عملیات د نړیوالو قوانینو مطابق ترسره کړي
پروپیګنډا او حقیقت
د حمدالله فطرت بیانونه له کوم خپلواک یا بې طرفه ثبوت پرته دي او یوازې یو اړخیز تبلیغاتي بیانیه بلل کېږي، چې پکې هڅه کېږي د ترهګرو جوړښتونه خوندي وساتل شي او ملکي خلک د انساني ډال په توګه وکارول شي، په پای کې ویل کېږي چې نړۍ باید پوه شي طالبان د ملکي خلکو تر شا پټیږي او پاکستان د ترهګرۍ د ختمولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي