تازه خبرونه

ایران-امریکا احتمالي تړون: د نوې جګړې مخنیوی که د تلپاتې سولې تضمین

ایران له خوا د نوي سولې پلان کې ښودل شوې غیر معمولي نرمښت دا نظر پیاوړی کوي چې ایران د محاصرې، سمندري غلا او د وروستۍ جګړې له درانه زیانونو سره مخ شوی او نور د جګړې د دوام توان نه لري
د شنونکو په وینا ایران تر ډېره حده نرمښت ښودلی، خو که اړخونه هوکړې ته ونه رسېږي نو په سیمه او هرمز تنګي کې وضعیت ډېر خطرناک کېدای شي او پایلې به یې ټولو ته زیانمنې وي

د شنونکو په وینا ایران تر ډېره حده نرمښت ښودلی، خو که اړخونه هوکړې ته ونه رسېږي نو په سیمه او هرمز تنګي کې وضعیت ډېر خطرناک کېدای شي او پایلې به یې ټولو ته زیانمنې وي

د راپورونو له مخې ایران یو نوی درې مرحلې لرونکی د سولې پلان وړاندې کړی چې د سیمې د امنیتي جوړښت په اړه مهم بدلونونه وړاندیز کوي. په درېیم پړاو کې له عربي هېوادونو سره د ستراتیژیکو خبرو پیل او د ټول منځني ختیځ لپاره د ګډ امنیتي نظام جوړول شامل دي. دا ګام د سیمه‌ییزو اړیکو د نوي فصل نښه بلل کېږي

متقابل نه‌جګړې شرط نه او ډیپلوماټیک توازن

په پلان کې دا شرط هم شامل دی چې امریکا او اسراییل به پر ایران او د هغه پر متحدینو برید نه کوي او په مقابل کې ایران هم د ورته ژمنې اعلان کوي. دا حالت د “نه ما ته لاس وهه، نه زه تا ته” په ډول د متقابل زغم مفکوره وړاندې کوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو هڅه ګڼل کېږي

د سیمې ګډ امنیتي نظام او د عربي هېوادونو رول

ایران د عربي هېوادونو له ګډون سره د یو ګډ امنیتي نظام وړاندیز کړی چې پکې د سیمې ټول هېوادونه شامل شي. دا د دې نښه بلل کېږي چې تهران د لومړي ځل لپاره د عربي هېوادونو د فعال رول منلو ته نږدې شوی او غواړي د سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ نوی توازن رامنځته کړي

د جګړې فشار، اقتصادي ستونزې او د ایران نرمښت

شنونکي وایي ایران د بندیزونو، سمندري فشارونو او وروستیو جګړو له امله له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ شوی دی. همدا فشارونه د دې سبب شوي چې تهران د خپلې تګلارې په نرمولو او د مذاکراتو په لور د تګ هڅه وکړي

راتلونکی سناریو: سوله که نوی کړکېچ

سره له دې پرمختګونو، لا هم سیمه له ناڅرګند حالت سره مخ ده. کارپوهان وایي که دا مذاکرات بریالي شي نو د تلپاتې سولې لور ته به لاره هواره شي، خو که ناکام شي نو د سیمې کړکېچ لا هم د پراخې جګړې خطر لري

سعودي امارات ملاتړ وکړ د ایران بریدونه یې وغندل

Related Articles

په باجوړ کې د پاکستان او افغانستان د قبایلو ترمنځ تاریخي جرګه بریالۍ شوې؛ له کونړ څخه تر مومندو پورې اوربند او د سوداګریزو لارو پرانیستلو باندې هوکړه شوې ده

May 5, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران میزایلي بریدونه کم ارزښته بللي او ویلي یې دي چې ایران د اوربند سرغړونه نه ده کړې، ځکه د میزایلو له امله زیان ډېر لږ و

May 5, 2026

سعودي وليعهد د امارات له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې، د ایران بریدونه یې غندلي او د پاکستان د مصالحتي هڅو بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

May 5, 2026

ایراني پوځي سرچینو متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د اسراییلو د آلې په توګه دې کار ونه کړي

May 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *