تازه خبرونه

سعودي امارات ملاتړ وکړ د ایران بریدونه یې وغندل

سعودي وليعهد د امارات له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې، د ایران بریدونه یې غندلي او د پاکستان د مصالحتي هڅو بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی
د متحده عربي اماراتو پر ضد د ایراني بریدونو غندنه، د پاکستان د مصالحتي رول ملاتړ او د هرمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه

د متحده عربي اماراتو پر ضد د ایراني بریدونو غندنه، د پاکستان د مصالحتي رول ملاتړ او د هرمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه

سعودي عرب وروستيو ساعتونو کې درې مهم رسمي بیانونه خپاره کړي، چې پکې له متحده عربي اماراتو سره بشپړه همغږي او د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ شوی دی سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید سره ټیلیفوني خبرې کړې او د سعودي بشپړ ملاتړ او همغږي یې ډاډ ورکړی دی همدارنګه سعودي عرب د ایران د وروستیو بریدونو سخت غندنه کړې ده

له اماراتو سره بشپړه همغږي

سعودي چارواکو له ټولو اړخونو د کړکېچ کمولو غوښتنه کړې او په بیان کې یې د پاکستان د مصالحتي هڅو درناوي ته اشاره کړې ده. د نړۍ د سوداګرۍ لپاره مهمه سمندري لاره “هرمز تنګی” د بیا پرانیستلو غوښتنه هم شوې ده،کارپوهان وايي د سعودي دا دریځ د جګړې د مخنیوي او ډیپلوماټیک حل د غوره کولو څرګندونه ده.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *