تازه خبرونه

کراچۍ: رایان حبیب په ۱۵ ساعتونو کې د “آیرن مین” ټرای ایتلون بشپړ کړ

رایان حبیب د وودلینډز جهيل په ۲۴ درجې سانتي ګراد سړو اوبو کې د ۳.۸ کیلومتره لامبو لومړی پړاو په ۱ ساعت او ۴۵ دقیقو کې بشپړ ک
آیرن مین چیلنج د خپلو سختو شرایطو له امله مشهور دی، چې پکې لوبغاړي باید بې له وقفې درې بېلابېل پړاوونهترسره کړي

آیرن مین چیلنج د خپلو سختو شرایطو له امله مشهور دی، چې پکې لوبغاړي باید بې له وقفې درې بېلابېل پړاوونه ترسره کړي

ټیکساس: د کراچۍ ۱۹ کلن ورزشکار رایان حبیب احمد د نړۍ له سختو لوبو څخه شمېرل کېدونکی “آیرن مین ټرای ایتلون” بشپړ کړ او د تر ټولو کم عمره پاکستانی آیرن مین لقب یې ترلاسه کړ. د ټیکساس ایالت په ښار “دی ووډ لینډز” کې په دې نړیواله سیالۍ کې هغه ۲۲۶.۳ کیلومتره واټن په ۱۵ ساعتونو، ۲۰ دقیقو او ۶ ثانیو کې بشپړ کړ او تاریخ یې جوړ کړ

آیرن مین چیلنج د خپلو سختو شرایطو له امله مشهور دی، چې پکې لوبغاړي باید پرته له وقفې درې بېلابېل پړاوونه ترسره کړي

لومړی پړاو: لامبو وهل

رایان د ووډ لینډز جهيل په ۲۴ درجې سانتي ګراد سړو اوبو کې ۳.۸ کیلومتره لامبو په ۱ ساعت او ۴۵ دقیقو کې بشپړه کړه په دوهم پړاو کې یې د هارډي ټول روډ پر ۱۸۰ کیلومتره بایسکل چلاوه او دا سخت سفر یې په ۷ ساعتونو او ۲۷ دقیقو کې ترسره کړ

درېیم پړاو: بشپړه ماراتون منډهوروستي پړاو کې یې ۴۲.۲ کیلومتره ماراتوني منډه په ۵ ساعتونو او ۳۸ دقیقو کې بشپړه کړه او د فنش لاین ته ورسېد د واټر وې ایونیو پر فنش لاین رایان د شین هلالي بیرغ په رپولو سره خپله بریا ولمانځله

د رایان پیغام

هغه وویل چې دا د ژوند تر ټولو سخته تجربه وه او هدف یې د پاکستاني ځوانو لوبغاړو الهام ورکول دي د آیرن مین ټیکساس ۲۰۲۶ کټ آف وخت ۱۷ ساعته و، خو رایان دا سیالي له ټاکلي وخت مخکې بشپړه کړه او خپل جسماني او ذهني ځواک یې ثابت کړ

د شارجه شاهي کورنۍ د فدرالۍ پر ضد اندېښنه څرګنده کړه

Related Articles

په دې ماهرینو باندې د روزنې او تخنیکي مهارت لپاره درنه پانګونه شوې وه. اوس افغان استخباراتي ادارې د هغوی د ځای معلومولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې چاپې وهي

April 28, 2026

که د شارجه ناخوښي همداسې دوام وکړي، ښايي د سیمې نورو لویو قدرتونو لکه سعودي عرب او پاکستان ته مخه کړي

April 28, 2026

کله چې نړۍ د تیارو پر لور روانه وه، د پاکستان مشرتابه د خپلې غوره تزویراتي تګلارې په وسیله نړیوال شور په چوپتیا او سوله بدل کړ. هنرمند په خپلو الفاظو کې ټینګار کوي چې کله له هر لوري د مذاکراتو دروازې تړل کېدې، هماغه مهال اسلام‌آباد د سولې شمعه بل کړه

April 28, 2026

د اسلام په نوم ترهګري خپروونکي ډلې د “خوارجو” په لاره روان دي، او د ۱۸۰۰ څخه زیاتو علماوو متفقه فتوا “پیغام پاکستان” یې واضح شرعي رد ګڼل کېږي

April 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *