شارجه: د متحده عربي اماراتو په سیاسي کړیو کې هغه مهال اندېښنه زیاته شوه کله چې د شارجه د شاهي کورنۍ له لوري د فدرالي پالیسیو او په ریاست کې د بهرنیو مداخلې پر زیاتېدو سخت تحفظات څرګند شول
د سرچینو په وینا، د شارجه مشرتابه د فدرال وروستۍ بهرنۍ تګلارې، په ځانګړي ډول له اسرائیل سره د اړیکو پراختیا او په سیمه کې د هند د نفوذ زیاتوالی، د خپلو مذهبي او کلتوري ارزښتونو خلاف بولي
د اسلامي هویت او خپلواکۍ ټینګار
د شاهي کورنۍ نږدې حلقې وایي چې شارجه د خپل اسلامي هویت او خپلواکۍ په اړه هېڅ ډول جوړجاړی نه غواړي او دا بدلونونه ورته د نه منلو وړ دي
سیاسي شنونکي وايي چې د شارجه او فدرال ترمنځ واټن هغه وخت نور هم زیات شو کله چې د متحده عربي اماراتو اسرائیل پلوه پالیسۍ چټکې شوې شارجه دا بدلونونه د ستراتیژیک تسلط په توګه ګوري
د شاهي کورنۍ ځینې غړي په غیر رسمي خبرو کې دا اشاره هم کوي چې د اماراتو اوسنی لوری د دوی له ارزښتونو سره په ټکر کې دی، چې له امله یې د داخلي اختلافاتو او حتی د جلا کېدو فکرونه پیاوړي شوي دي
د بدیل بلاک لټه او سیمهییز اغېز
د دفاعي چارو ماهرین وایي که دا ناخوښي دوام وکړي، شارجه ښايي د سعودي عرب او پاکستان په څېر لویو قدرتونو ته مخه کړي. د هغوی په وینا، شارجه د خپل امنیت لپاره داسې بدیل بلاک لټوي چې د هغه د نظریاتي او سیاسي حدودو ساتنه وکړي
پایله:
کارپوهان باور لري چې دا وضعیت یوازې یوه سیاسي ستونزه نه ده، بلکې د متحده عربي اماراتو د داخلي یووالي لپاره یو جدي ازموینه ده چې راتلونکی یې لا نامعلوم پاتې دی
باجوړ لغاري کې د افغان ځواکونو برید ملکي سیمو او بازارونو ته زیان رسېدلی