تازه خبرونه

بیلنس شیټ دو پیغامونه: د پاکستان نوې اقتصادي او ډیپلوماټیک کیسه

خلیجي ډیپازټونه اوس یوازې مالي مرسته نه ده پاتې شوې، بلکې د “سیاسي دریځ څرګندولو” وسیله ګرځېدلې ده
حساب کتاب ښايي متوازن شوی وي، خو نظام بدل شوی دی. اوس پوښتنه دا نه ده چې ډیپازټونه څومره دي، بلکې دا ده چې د هغوی تر شا ولاړه سیاست څه دی

حساب کتاب ښايي متوازن شوی وي، خو نظام بدل شوی دی. اوس پوښتنه دا نه ده چې ډیپازټونه څومره دي، بلکې دا ده چې د هغوی تر شا ولاړه سیاست څه دی

د پاکستان په مالي منظرنامې کې اپرېل ۲۰۲۶ یو غیرمعمولي میاشت ثابته شوه، چې د اسټیټ بانک په بیلنس شیټ کې یې مهم بدلونونه راوستل

د اماراتو ډیپازټ بېرته اخیستل

متحده عربي اماراتو د ۳.۴۵ اربه ډالرو کلن ډیپازټ، چې اوه کاله یې دوام کړی و، په بشپړه توګه بېرته واخیست

بلخوا سعودي عرب نه یوازې ۳ اربه ډالره نوی ډیپازټ ورکړ، بلکې خپل ۵ اربه ډالره موجوده زېرمې یې تر ۲۰۲۸ پورې وغځولې

مالي معاملات که سیاسي پیغامونه؟

ظاهراً دا یوازې مالي معاملات وو، خو په اصل کې د دوو خلیجي قوتونو د یوه هېواد د پالیسۍ پر وړاندې دوه بېلابېل سیاسي پیغامونه وو

د خلیجي ډیپازټونو د رول بدلون

پخوا دا ډول مرستې د ادائیګو د توازن لپاره ګڼل کېدې، خو اوس په تدریجي ډول د سیاسي اشارو وسیله ګرځي

د اماراتو پرېکړه د سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو او ځینو سفارتي تحرکاتو په رڼا کې د ډیپازټ د محدودولو او بېرته اخیستلو لامل شوه

د سعودي عرب برعکس دریځ

سعودي عرب د پاکستان د ستراتیژیک او دفاعي همکارۍ له مخې د مالي ملاتړ زیاتولو او غځولو پرېکړه وکړه

اوس خلیجي ډیپازټونه یوازې مالي وسیله نه، بلکې د هېوادونو د بهرني سیاست د څرګندولو “سیاسي ریفرنډم” ګرځېدلي دي.

د سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره نوې تګلاره

که دا رجحان دوام وکړي، مصر، اردن، لبنان او نور هېوادونه به هم د ورته مالي-سیاسي فشارونو سره مخ شي

پایله:

پاکستان له یوې خوا له مالي فشار سره مخ شو، خو له بلې خوا یې د خپلې ډیپلوماټیکې تګلارې غیرمستقیم ملاتړ هم ترلاسه کړ اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د پیسو تر شا سیاست څه وایي

اسلام آباد: د صومالیا ساحل ته نږدې د تېلو وړونکې بېړۍ تښتول

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *