تازه خبرونه

ډیجیټل ترهګري شبکه 764 افشا شوه، ایف بي آی خبرداری ورکړ

د ایف بي آی او کاناډا چارواکو د ماشومانو د بلیک‌میل کولو، ځان‌وژنې او تاوتریخوالي ته هڅولو آنلاین شبکه ‘764’ د ترهګریزې ډلې په توګه پېژندلې او د دې پر ضد یې نړیواله مبارزه پیل کړې ده
امنیتي ادارې والدینو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو آنلاین فعالیتونه، په ځانګړي ډول د ګیمینګ پلیټفارمونه او سوشل میډیا، په دوامداره ډول وڅاري

امنیتي ادارې والدینو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو آنلاین فعالیتونه، په ځانګړي ډول د ګیمینګ پلیټفارمونه او سوشل میډیا، په دوامداره ډول وڅاري

د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI)، د عدلیې وزارت او کاناډايي چارواکو د ‘764’ په نوم یو آنلاین شبکه د ترهګریزې ډلې په توګه اعلان کړې ده. دغه شبکه د ډسکارډ، روبلوکس او ماینکرافټ په څېر مشهورو ګیمینګ پلیټفارمونو کې ۹ کلن او تر هغه هم کم عمره ماشومان په نښه کوي

له ټیکساسه تر نړیوال خپرېدو پورې

رپورټونه وایي چې دا شبکه په ۲۰۲۱ کې د امریکا د ټیکساس ایالت د یو ۱۵ کلن هلک له خوا پیل شوې وه، خو په څو کلونو کې په نړیواله کچه پراخه شوې ده. د FBI په وینا، تر اوسه د دې شبکې پر ضد له ۲۵۰ څخه زیاتې څېړنې روانې دي، او په ۸ هېوادونو کې د اختطاف، جنسي تېري او قتل په تور نیونې شوې دي

د کار کولو سخت او خطرناک طریقه

څېړنې ښيي چې د دې شبکې غړي هغه ماشومان هدف ګرځوي چې یوازېتوب یا ذهني فشار کې وي. دوی لومړی جعلي ملګرتیا جوړوي، بیا د ماشومانو حساس انځورونه ترلاسه کوي او وروسته یې بلیک‌میل کوي. له دې لارې ماشومان مجبوروي چې ځان ته زیان ورسوي، پر حیواناتو تشدد وکړي او آن غیر اخلاقي لایف ویډیوګانې جوړې کړي

د والدینو لپاره خبرداری

امنیتي ادارې او رواني کارپوهان والدینو ته خبرداری ورکوي چې د دې شبکې غړي د ماشومانو له تاوتریخوالي ډکې ویډیوګانې د خپل شبکې د لوړ مقام لپاره کاروي. والدین باید د خپلو ماشومانو آنلاین فعالیتونه، په ځانګړي ډول د ګیمینګ او سوشل میډیا استعمال، په جدي ډول وڅاري ترڅو ماشومان له دې نړیوال خطره خوندي پاتې شي



Related Articles

په باجوړ کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی د ټي‌ټي‌پي افغان ترهګر عزت‌الله پېژندل شوی، او ویل کېږي چې هغه د افغان طالبانو د پخواني مرستیال وزیر مولانا محمد صدیق وراره و

April 27, 2026

ایراني خارجه وزیر عباس عراقچي د اسلام آباد سفر ډېر ګټور بللی او ویلي یې دي چې له پاکستان سره د ایران او امریکا د خبرو د بیا پیل په اړه مثبت مشورې شوي دي

April 27, 2026

په پاکستان کې د یوې بهرنۍ ښځینه سیاحې بټوه ورکه شوې وه چې پکې شاوخوا ۸۳ زره روپۍ (یورو) موجود وو، خو ځایي خلکو هغه بېرته په خوندي ډول وسپارله او د پاکستانيانو رښتینولي یې یو ځل بیا وښوده

April 27, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *