تازه خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مسقط له سفر وروسته اسلام‌اباد ته ناڅاپي سفر وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له سفر وروسته په ناڅاپي ډول اسلام‌آباد ته د لنډې تمې لپاره راغلی، چې موخه یې د سیمه‌ییز ثبات او ډیپلوماټیکو خبرو اترو پر موضوعاتو بحث بلل شوی دی
هغه په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه‌ییز سولې، ډیپلوماسۍ او ثبات په اړه مهمې خبرې وکړې. د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو له لارې د حل لارې موندل و

هغه په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه‌ییز سولې، ډیپلوماسۍ او ثبات په اړه مهمې خبرې وکړې. د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو له لارې د حل لارې موندل و

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له سفر وروسته په ناڅاپي ډول اسلام‌آباد ته ستون شوی، او تمه ده چې له لنډې تمې وروسته مسکو ته ولاړ شي

له پاکستاني مشرانو سره مهمې خبرې

په دې سفر کې هغه د پاکستان د فیلډ مارشل عاصم منیر سره مهمې خبرې کړې دي. په خبرو کې د سیمه‌ییز امنیت، د تاوتریخوالي کمولو او د سولې د هڅو پر پیاوړتیا تمرکز شوی دی. دواړو لورو د شخړو د کمولو او د ډیپلوماټیکو حللارو د موندلو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د پاکستان د رول ستاینه

د راپورونو له مخې، ایران د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې دي. عباس عراقچي ویلي چې ایران د روانو شخړو د ختمولو لپاره یو عملي چوکاټ وړاندې کړی، او اوس د امریکا مسؤلیت دی چې د ډیپلوماسۍ په برخه کې جديت وښيي

سیمه‌ییز همغږي او نړیوال تماسونه

د دواړو هېوادونو چارواکو د نړیوالو اړخونو سره د همغږۍ پر موضوع هم خبرې کړې دي. ځینې راپورونه وایي چې ایران ښایي د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړي، خو رسمي تایید نه دی شوی

ډیپلوماټیک اهمیت

کارپوهان وايي دا ناڅاپي سفر ښيي چې ایران په پاکستان باور لري او اسلام‌آباد د سیمه‌ییزو شخړو د کمولو لپاره د یو مهم منځګړي په توګه مطرح کېږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *