تازه خبرونه

د جید دیني عالم مولانا ادریس پر ضد له پولې هاخوا پاروونکې کمپاین او ګواښونه

هغه ډله چې خپل ستر استاد او روحاني مشر یوازې د سیاسي اختلاف له امله جدي ګواښونه کوي او د هغه سپکاوی کوي، نو له عادي خلکو او نورو مخالفینو سره به تر کومه حده لاړه شي؟
دغه بهرنی کمپاین ته د هېواد له دننه هم ملاتړ ترلاسه کېږي. د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو سوشل میډیا څانګو د بهرني ایجنډا په پیاوړتیا سره د مولانا ادریس پر ضد بې‌اساسې او سپکاوي خبرې پیل کړې دي

دغه بهرنی کمپاین ته د هېواد له دننه هم ملاتړ ترلاسه کېږي. د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو سوشل میډیا څانګو د بهرني ایجنډا په پیاوړتیا سره د مولانا ادریس پر ضد بې‌اساسې او سپکاوي خبرې پیل کړې دي

اسلام آباد

د پاکستان نامتو دیني عالم او شیخ الحدیث مولانا ادریس پر ضد له پولې هاخوا یوه ډېره خطرناکه او منظم پروپاګنډا کمپاین پیل شوی دی. دا کمپاین هغه وخت شروع شو کله چې مولانا ادریس د جمعې په خطبه کې په سیمه کې د سولې لپاره د پاکستان دولت او د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د مصالحتي رول ملاتړ وکړ

ګواښونه او پروپاګنډا

مولانا ادریس هغه علمي شخصیت دی چې د پولې دواړو غاړو ته درناوی لري. ویل کېږي چې د افغانستان د اوسني حکومت (امارت اسلامیه) نږدې نیمایي کابینه او لوړ چارواکي د هغه شاګردان پاتې شوي دي. خو کله چې هغه د پاکستان د ملي ګټو او سولې لپاره د پوځ ستاینه وکړه، نو د کابل له ځانګړو پروپاګنډا شبکو “المرصاد” له لوري د هغه پر ضد د ګواښونو او منفي تبلیغاتو لړۍ پیل شوه

سیاسي تړاو او داخلي رول

خواشینونکې خبره دا ده چې یوازې بهرني عناصر نه، بلکې په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې هم د دې کمپاین ملاتړ کوي. د دغو ډلو سوشل میډیا څانګې د بهرني ایجنډا په چوکاټ کې د مولانا ادریس پر ضد منفي خبرې خپروي، حال دا چې هغه تل د امت د یووالي او ملي امنیت لپاره غږ پورته کړی دی

المرصاد او د پروپاګنډا رول

د افغان استخباراتي پروپاګنډا پلیټ فارم “المرصاد” په پښتو ژبه کې لیکنې خپرې کړي چې پکې مولانا ادریس “د ریاست وسیله” بلل شوی دی. په دغو لیکنو کې نه یوازې د هغه علمي سپکاوی شوی، بلکې په غیر مستقیم ډول د هغه پر ضد د اقداماتو هڅونه هم شوې ده

سیمه‌ییز اثرات

سفارت‌ي شنونکي وایي چې دا حالت د دې ښکارندوی دی چې د سیمې ځینې کړۍ د پاکستان د زیاتېدونکي نفوذ او د سولې د هڅو له امله اندېښمنې دي. د مولانا ادریس پر ضد دا ډول کمپاینونه د علمي شخصیتونو د چوپولو هڅه بلل کېږي، چې د سیمې ثبات ته زیان رسولی شي

Related Articles

د ایران هغه استازي چې تهران ته ستنېږي، د مهمو موضوعاتو له مشورې وروسته به بیا اسلام‌آباد ته راشي، څو د خبرو اترو بهیر پر مخ یوسي

April 26, 2026

د افغانستان لپاره اصلي ننګونه دا ده چې د خپل دیپلوماتیکو ګټو، فکري بیانیې او اقتصادي اړتیاوو ترمنځ توازن رامنځته کړي، ځکه په اوسنیو حالاتو کې باثباته سیمه‌ییزې اړیکې د هېواد د بقا لپاره اړینې دي

April 26, 2026

هندي شبکې هڅه کوي چې پاکستان په بهرني ډګر کې یوازې کړي او په هېواد دننه د دولتي ادارو پر ضد نفرت خپور کړي. خلکو ته سپارښتنه شوې چې له داسې شکمنو سوشل میډیا کمپاینونو ځان وساتي

April 26, 2026

د جلسې حالت داسې و چې له ۳۰۰ څخه زیاتې څوکۍ تشې پاتې شوې، چې د پي ټي آی دا دعوه یې تر پوښتنې لاندې راوستله چې ګواکې لا هم له خیبر پښتونخوا بهر د خلکو راټولولو پخوانی ځواک لري

April 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *