لبناني لومړي وزیر نواف سلام ویلي چې لبنان به هېڅ داسې تړون ونه مني چې پکې د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل له لبناني خاورې شامل نه وي. هغه ټینګار کړی چې د اشغال پای ته رسېدل د هر معاهدې اساسي شرط دی نواف سلام د جنوبي لبنان لپاره د اسراییلو د بفر زون هر ډول وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې بېکوره خلک باید خپلو کلیو او ښارونو ته د بېرته ستنېدو حق ولري. هغه له نړیوالو، په ځانګړي ډول امریکا غوښتنه کړې چې پر اسراییلو فشار زیات کړي
د دولت د وسلو انحصار
هغه ویلي چې په یو هېواد کې دوه پوځونه نشي کېدای او د وسلو کنټرول باید یوازې د دولت په لاس کې وي. د هغه په وینا دا ګام د لبنان د ثبات او ملي ګټو لپاره ضروري دی په همدې حال کې د اوربند له تمدید سره سره د جنوبي لبنان په سیمو کې د اسراییلي بریدونو لړۍ روانه ده. د راپورونو له مخې وروستیو بمباریو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي
اسراییلي او لبناني ادعاوې
اسراییل وایي چې بریدونه یې د حزبالله پر هغو هدفونو کړي چې له هغه ځایه راکټي بریدونه کېدل، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی لا هم دوام لري