تازه خبرونه

ټرمپ د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند درې اوونیزه غځولو اعلان وکړ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند د لا درې اوونیو لپاره د غځولو اعلان کړی او دا یې په سیمه کې د تلپاتې سولې پر لور مهم پرمختګ بللی دی
په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل او لبنان له سفیرانو سره د مهمې لیدنې وروسته، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند د ۲۱ ورځو غځولو اعلان وکړ

په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل او لبنان له سفیرانو سره د مهمې لیدنې وروسته، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند د ۲۱ ورځو غځولو اعلان وکړ


واشنګټن: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسراییل او لبنان ترمنځ روان اوربند کې د نورو درې اوونیو د غځولو رسمي اعلان کړی دی دا اعلان د سپینې ماڼۍ په یوه لوړه کچه غونډه کې تر سره شو، چې پکې د دواړو هېوادونو ډيپلوماټیک استازو ګډون کړی و

د سپینې ماڼۍ مهمه غونډه


په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال، ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ملتیا له د اسراییل او لبنان له سفیرانو سره شوې لیدنه ډېره بریالۍ وه هغه زیاته کړه چې امريکا چمتو ده له لبنان سره همکاري وکړي، څو دا هېواد د حزب الله له اغېزه پاک او خوندي شي


ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې ډېر ژر به د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو او د لبنان ولسمشر جوزف عون ته په سپینه ماڼۍ کې د مېلمستیا هرکلی وکړي

د اسراییلي سفیر غبرګون


له غونډې وروسته رسنیو ته په خبرو کې، په امريکا کې د اسراییل سفیر یخیئیل لایټر دا پرمختګ بې ساری وباله او ویې ویل چې اسراییل او لبنان نن سبا تر بل هر وخت یو بل ته نږدې شوي دي هغه د سولې د ټینګښت لپاره د ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا تاریخي شیبه له لسیزو راهیسې تمه کېده

د لبناني سفیرې هرکلی


بلخوا، په امريکا کې د لبنان سفیرې نادا حماده معوّض هم د دې اقدام هرکلی وکړ او دا یې یو تاریخي پړاو وباله. هغې د امريکا د ولسمشر ژمنتیا وستایله او ویې ویل چې که د امريکا ملاتړ همداسې دوام وکړي، نو لبنان کولای شي یو ځل بیا یو پیاوړی او باثباته هېواد شي

نړیواله پسمنظر او ډیپلوماټیکې هڅې


د یادونې وړ ده چې دا غځونه په داسې وخت کې اعلان شوه چې په نړیواله کچه د اسراییل او لبنان ترمنځ پر پوله د زیاتېدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې چټکې شوې دي. د امريکا اداره باور لري چې دا موده به د سیمې د دوامدارې سولې لپاره روانو مذاکراتو ته قوي بنسټونه برابر کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *